د برېښنايي حکومتولۍ مرکز پرانستل شو

د برېښنايي حکومتولۍ مرکز نن د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوجۍ وزارت له لوري په کابل کې پرانستل شو.

 د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوجۍ وزارت مسوولان وايي، یاد مرکز به د عامه خدمتونو وړاندې کولو؛ لکه پاسپورټ، لایسنس، روغتیايي، د زده کړو او نورو خدمتونو په برخه کې خلکو لازمې اسانتیاوې رامنځته‌ کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوجۍ وزیر شهزادګل اریوبي وايي، د دغه مرکز کار پر برېښنايي پېژندپاڼو ولاړ دی او له همدې لارې به په بایومټریک، روغتیا، ټرافیکو، رای‌‌ورکولو او نورو برخو کې د خلکو شته ستونزې حل شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوجۍ وزارت د مسوولانو په وینا، د یاد مرکز د جوړولو موخه د اداري فساد مخنیوی او د عامه خدمتونو د وړاندې کولو پروسې چټکتیا ده.

د کرنې برېښنايي مالوماتو مجتمع پرانستل شوه

د افغانستان ټرافيکي سېسټم برېښنايي کېږي

کابل کې د برېښنايي پېژندپاڼو څه باندې ۴۰ زره فورمې وېشل شوي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام