افغان ولسمشر محمداشرف غني او د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس پرون د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډې کې د سویلې اسیا ستراتېژۍ د بریالیتوب، پر ټاکنیزو اصلاحاتو او سولې پروسې ترڅنګ پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې وکړې.
ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خپرې کړې خبرپاڼې کې ویلي، ښاغلي پنس د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د افغان ولسمشرغني د عالي رهبرۍ او د امریکا متحدو ایالتونو سره د مشارکت له امله ـ چې پر ګډو ګټو ولاړ دی ـ قدرداني وړاندې کړه.
د مونیخ کنفرانس اړوند:
غني: ټاکنې د تلپاتې سولې لهپاره حیاتي دي
مونیخ؛ سولې په تړاو د ناټو په ګډون د ګڼو هېوادونو ژمنې
مونیخ کنفرانس؛ غني د ترکیې او اوزبیکستان له وزیرانو سره وکتل
خبرپاڼې لهمخې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس زیاته کړه، متحده ایالتونه ژمن دي چې افغانستان به یو ځل بیا د تروریستانو پر خوندي ځاله بدل نهشي.
ارګ لیکي، نوموړي دغه راز په ټاکنو کې د روڼوالي په پار د ټاکنیزو اصلاحاتو، د ټاکنو په خپلواک کمېسیون د باور پیداکولو او د مشورتي لویې جرګې د جوړولو په موخه د ولسمشر غني د اقداماتو قدرداني وکړ او ويې ویل، د امریکا متحده ایالتونه په افغانستان کې د ولسمشرۍ د ټاکنو د ترسره کولو هر اړخیز ملاتړ کوي.
اعلامیه زیاتوي چې محمداشرف غني د امریکا متحدو ایالتونو د حکومت او خلکو د قربانیو او مشارکته مننه وکړه او ویې ویل، د سویلې اسیا لهپاره د متحدو ایالتونو ستراتېژۍ وضعیت ښه کړیدی.
د خبرپاڼې په باور، ده وویل چې د سویلي اسیا له ستراتېژۍ څخه په استفادې په افغانستان کې جګړه نوره د امریکا جګړه نهده او په وینا یې، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د خپلواک افغانستان او نړۍوال امنیت د ټینګښت په موخه له اتلولیو ډکه مبارزه کوي او پهدې لاره کې قربانۍ ورکوي. ولسمشر غني ټینګار وکړ، اړتیا ده د سولې په اړه روان بحثونه د تلپاتې سولې د ټینګښت لامل شي.
د جرمني لومړۍ وزیرې انګېلا مېرکل، هم له ولسمشر غني سره پر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړېدي. د ارګ د خبرپاڼې په وینا، مېرمن مېرکل ښاغلي غني ته ډاډ ورکړی، چې هېواد یې د افغان حکومت په مشرۍ د سولې بهیر ملاتړی دی او له افغانستان سره به هر اړخیز ملاتړ روان ساتي.
بلهخوا، د امریکا د کانګرس یو شمېر مخکښو غړیو هم له ولسمشر غني سره کتلي او ټینګار یې کړی چې امریکا باید د سوریې په څېر له افغانستانه خپل ډېر پوځیان را و نه باسي.
د مشرانو جرګې د دفاعي کمېټې د مشر په ګډون دغو امریکايي استازیو ته ښاغلي غني ډاډ ښودلی چې ولسمشر ټرمپ به د ځواکونو د ایستلو پرېکړه د افغانستان له شرایطو او اړتیاو سره سمه کوي.