«ښکلوم دې د طالبانو په منځ کې نه وېرېږي!»

ځېنو شاعرانو او لیکوالو د هنري نندارې په جوړولو له طالبانو سره د سولې پر وروستیو خبرو اعتراض وکړ.

په کابل کې د رامین مظهر شعر او د ښځو کېبل وهلو، سنګسار، له ځانمرګو بریدونو او نورو وېره‌اچوونکیو پېښو منتاژ شویو صحنو سره «ښکلوم دې د طالبانو په منځ کې نه وېرېږي!» تر سرلیک لاندې نن کابل کې هنري ننداره جوړه شوه.

 د نندارې ګډونوالو د ترهګرۍ او بنسټ‌پالنې خلاف د اعتراض په ډول خپل غږ پورته کړ او په مسکو کې یې له طالبانو سره د ځېنو سیاستوالو پر وروستۍ غونډې کلکې نیوکې وکړې.

د دې نندارې ګډونوال لیکوال او شاعر سمیع حامد وايي، د طالبانو پر وړاندې درېدل یو سیاسي ګام دی چې باید د طالبانو په ګټه تمام نه‌شي. د ده په وینا، ډېر نور کسان له طالبانو سره توپیر نه‌لري، بلکې یوازې ګټې یې له طالبانو سره توپیر لري.

ورته مطالب:

د طالبانو د راتلو غږ؛ ښځې څه وايي؟

جوزجان کې پر ښځو د طالبانو تازه بندیزونه

شاعر یاسین نګاه هم په مسکو کې د سولې پر وروستیو خبرو نیوکه کوي او وایي، هغوی چې د افغانانو په استازولي چې د دې غونډې ګډونوال وو؛ چا حق ورکړی‌و چې د خلکو ګناه‌کاران و بښي.

د طالبانو فکر خلاف په سمبولیکه بڼه له شعر او موسیقي سره د سنګسار، د بودا تاریخي بوتانو ړنګولو او نورو جنایتونو د صحنو منتاژ د دغه پروګرام یوه برخه وه.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام