
فاریاب کې د جګړو له کبله نږدې پنځوس کورنۍ د سمنګان ولایت د مرکز (ایبک ښار) پر عمومي سړکونو کې ژوند کوي.
دوی وايي، د فاریاب په خواجه سبزپوښ ولسوالي کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.
کامله او زیننب چې د ایبک ښار پر عمومي واټونو ژوند کوي وايي، په جګړه کې یې د کورنۍ غړي شهیدان شوي، هر څه یې پر خپلو سیمو کې پرې ايښي او اوس د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو، خوراک او څښاک پرته په واټونو کې اوسېږي.
د دوی په وینا، په کور کې یې ناروغان دي، خو دوی یې د درملنې او درملو پیسې نهلري او د سیمې له خلکو پرته ورسره د حکومت په ګډون هېچا مرسته نهده کړې.
په همدې حال کې یو بل بېځایه شوی سراجالدین وايي، درې کورنۍ په یوه کوټه کې اوسېږي او د دې لپاره چې بچیان یې یخ و نه وهي، دوی ټوله شپه په سړه هوا کې د باندې تېروي.
دوی نیوکه کوي چې د سمنګان سیمهییزې ادارې ورسره هېڅ مرسته نهده کړې او پهکار ده چې له دې ناسم وضعیته یې وژغوري.
د فراغت مراسم؛ نجونو زدهکړیالانو بېځایه شویو کورنیو ته غذا ورکړه
ساړه او واوره؛ بېځایه شوي تخاریان په خېمو کې ژوند کوي
۱۳ زره بېځایه شوې زابلي کورنۍ مرسته غواړي
کندهار ښار کې بېځایه شوې کورنۍ ګڼو ستونزو سره مخ دي

خو د سمنګان ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو امر سیدکمال حسیني وايي، سره له دې چې لازم امکانات نهلري، خو له یادو کورنیو سره یې څو ځله د نغدو پیسو مرسته کړې او په راتلونکي کې یې لپاره نور پروګرامونه هم په پام کې لري.
له فاریاب نه سمنګان ولایت ته بېځایه شوې کورنۍ وايي، هره ورځ څلور یا پنځه کورنۍ په فاریاب کې د جګړو ډېروالي له امله د ایبک ښار ته ور کډه کېږي او د عمومي سړکونو پرسر په سختو شرایطو کې ژوند کوي.





