ټرامپ ته د غني لیک؛ وړاندیزونه او اندېښنې

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوې مقالې کې راغلي چې افغان ولسمشر محمداشرف غني په افغانستان کې د سولې په پار د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرې اترې ناڅاپي معامله ګڼلې او د سه‌شنبې په ورځ یې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرامپ ته په یو لېږلي لیک کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د لګښتونو او شمېر کمولو په اړه وړاندیزونه کړي‌دي.

د مقالې په یوځای کې راغلي، ولسمشر غني مخفیانه اندېښنه څرګنده کړې چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته به جنګ‌ځپلی افغانستان یوځل بیا د طالبانو هغه غوښتنه ـ چې د افغانستان خاوره لاسته راوړي ـ د دوی د قدرت پر رنسانس بدل شي.

ورځپاڼې لیکلي چې دا لیک د درېیوو لوړپوړیو چارواکیو له لوري تایید شوی او یو مهم چارواکي د لېږل شوي لیک منځپانګه هم لیدلې او ویل شوي چې ولسمشر غني په افغانستان کې د دوو لسیزو جګړې وروسته په جنګي حالت کې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته راتلونکي برخلیک ته اندېښمن دی.

یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي چې د ورځپاڼې د ادعا له مخې دا لیک یې لیدلی، له نوم پرته ویلي افغان ولسمشر له خپلو همکارانو په‌دې اړه ـ چې څنګه د بهرنیو ځواکونو لګښت را کم کړي او څه ډول یې شمېر لږ شي ـ اوږدې خبرې کړې‌دي.

دغه چارواکي ویلي په‌دې لیک کې غوښتنه شوې چې دواړه لوري پلاوي وټاکي چې څنګه د امریکايي ځواکونو لګښتونه کمېدلی لشي او څنګه کېدونې ده چې د ځواکونو شمېر داسې یوې کچې ته کم شي چې ډېر ګټور وي.

ورځپاڼه لیکي دا چارواکي وايي، د افغان ولسمشر په لیک کې د وړاندیزونو له‌مخې لیکلي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لګښت په کال کې دوه ملیارده ډالره کمېدلی او د ځواکونو شمېر تر ۳ زرو ټیټېدلی شي.

تر اوسه نه‌ده مشخص شوې چې ښاغلي ټرامپ دا لیکل تر لاسه کړی او که‌ نه. دا لیک د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي او مرکزي اسیا د مرستیال وزیر آلیس وېلز په‌واسطه ـ چې کابل ته راغلی وـ د امریکا ولسمشر ته لېږل شوی‌. د ولسمشر غني یو ویاند هم د دې لیک په اړه خبرې اترې پیل کړی.

د افغان سولې له‌پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نیویارک ټایمز ته ویلي چې په‌دې غونډه کې د چارچوب په ډول دوې مسلې مهمې بلل شوې‌ دي چې طالبان به له افغانستانه د القاعده شبکې له استفادې مخنیوی کوي او امریکا هوکړه کړې وه چې خپل پوځونه به له افغانستانه وباسي.

افغان ولسمشر امریکايي ولسمشر ټرامپ ته داسې مهال لیک لېږلی چې له هغه څو ورځې مخکې په قطر کې د امریکا او طالب استازیو ترمنځ د سولې ۶ ورځنۍ غونډه پای ته رسېدلې وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام