د مالیاتي جریمو بښل د هېواد په ګټه نه‌دي

د مالیې وزارت مسوولان وايي چې د سوداګرو او مالیه‌ورکوونکیو د هڅونې او ملاتړ لپاره یې د ۱۳۹۸ مالي کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې هم د مالیاتي جریمې بښل په پام کې نیولي دي.

د مالیې وزارت ویاند شمعروزخان مسجدي وايي، هغه مالیه‌ورکوونکي چې د ۱۳۸۱ تر ۱۳۸۶ لمریز کال پورې یې مالیه نه‌ده ورکړې، کولای شي د سږ کال تر کب میاشتې له ۱۰ سلنه جریمې سره خپله مالیه تحویل او له ۹۰ سلنه جریمې وبښل شي.

د مسجدي په وینا، که مالیه‌ورکوونکي بیا هم تر یادې نېټې خپلې مالیې ور نه‌کړي، کولای شي د راتلونکي کال د جوزا تر پایه خپلې مالیې له ۲۰ سلنه جریمې سره تحویل او له ۸۰ سلنه جریمې ځان خلاص کړي.

نوموړی زیاتوي، دا فرصت یوازې د شاوخوا ۸ زرو شرکتونو لپاره د ۱۳۹۸ مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د اجرا وړ دی.

خو یو شمېر اقتصادي شنونکي د مالیاتي جریمو د بښلو دوام د حکومت په ګټه نه بولي او وايي چې دا پرېکړه به یې ناوړه پایلې ولري.

ولسمشر: له دې وروسته مو مالیاتي عواید او اقتصادي پرمختګ لومړیتوب دی

ولسي جرګې د مالیاتي چارو مسوده تصویب کړه

د اقتصادي چارو شنونکی محب‌الله شریف وايي، د مالیاتي جریمو بښل د قانون د عملي کېدو مخه نیسي او دوام یې په راتلونکي کې قانوني بڼه غوره کوي.

د شریف په وینا، که څه هم دا کار له یوې خوا د هغو شرکتونو لپاره په ګټه تمامېږي چې ډېر مهال یې مالیه نه‌ده ورکړې، خو بله‌خوا په راتلونکي کې په خپل وخت د مالیې نه تحویلول، د یادو شرکتونو عادت ګرځي او له حکومته به ورته تمې کوي.

خو د مالیې وزارت ویاند وايي چې دا کار به هېڅکله‌ هم په قانون بدل نه‌شي.

مالیې وزارت په ۱۳۹۷ کال کې د ۹۵ سلنه مالیاتي جریمې د بښلو طرحه عملي کړې وه.

د مالیې وزارت مسوولان وايي چې د یادې طرحې په پایله کې یې د شاوخوا ۹ زرو شرکتونو د حسابونو په تصفیې سره د تېر کال تر قوس میاشتې د مالیاتي جریمې ۲۰ میلیارده افغانۍ بښل شوي او له دې لارې یې ۱۰ میلیارده افغانۍ چې له ۱۳۸۱ کال نه تر ۱۳۹۶ کال پورې نه وې ورکړې، راټولې کړې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام