یوازې قانون د افغان ـ ترک ښوونځي منحلولی شي

د افغان ـ ترک ښوونځیو د زده‌کوونکیو کورنیو په مزارشریف کې د یادو ښوونځیو د ۹۰ ښوونکیو او کارکوونکیو تر نیولو وروسته نن په کابل کې خبري غونډې کې وویل، له قانوني حکم پرته هېڅوک د افغان ـ ترک د ښوونیزو بنسټونو د منحلولو حق نه‌لري.

د افغان ـ ترک ښوونځیو د زده‌کوونکیو د کورنیو رهبرۍ شورا مرستیال عبدالشکور دادرس وايي، پر یادو ښوونځیو له بریدکوونکیو باید پوښتنه وشي او هغو ښوونکيو او کارکوونکیو ته یې هم باید د مېلمه په سترګه وکتل شي چې له ترکیې راغلي او دلته زموږ بچیانو تدریس کوي.

خو د بلخ امنیتي چارواکي په مزارشریف ښار کې د افغان ـ ترک ښوونځیو د ۸۳ ښوونکیو او کارکوونکیو د خوشې کېدو خبر ورکوي.

د بلخ امنیې قوماندان محمداکرم سامع وايي، د افغان ـ ترک په ښوونځیو کې د ۸۹ نیول شویو کسانو له ډلې ۶ یې ترکان دي چې د نن ورځې تر پایه به د بهرنیو چارو ریاست څانګې ته وسپارل شي.

نوموړی وايي، یاد ښوونځي اوس هم پرانستي دي، قانوني شول او هېڅ ستونزه په‌کې نشته.

د بلخ پولیسو د جمعې په سهار په مزارشریف کې د افغان ـ ترک ښوونځیو ودانۍ کلابندې کړې او د ترکیې هېواد د وګړو په ګډون یې ۸۹ ښوونکي او کارکوونکي ونیول.

خو پوهنې وزارت په خپره کړې خبرپاڼې کې لیکلي چې د (چاغ ایجوکشنل) بنسټ نه د ترکیې معارف ته د افغان – ترک ښوونځیو د مدیریت د لیږد بهیر له کوم فزیکي اخ‌وډب پرته تر سره شوی دی.

تر دې مخکې په کابل کې هم د یادو ښوونځیو یو شمېر ښوونکي د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي وو چې له ډلې یې دوه ترکي ښوونکيو په کابل کې تر ۱۳ میاشتني کورني زندان وروسته تېره اوونۍ په سویډن کې پناه واخیسته.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام