«د بهرنیو ځواکونو شمېر باید د یوه پلان له مخې صفر شي»

ولسمشر محمداشرف غني د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره تر لیدنې وروسته په تریو تندي ملت ته ملت ته وینا وکړه.

داسې ښکاري چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې وروستیو خبرو اترو نوموړی خواشینی او اندېښمن کړی دی.

ولسمشر په خپلو خبرو کې تر ژبې لاندې د بهرنیو ځواکونو وتل تایید کړل، خو زیاته یې کړه چې په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو حضور باید د یوه پلان له مخې صفر ته را ټیټ شي.

که څه هم له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د طالبانو اساسي شرط دی، خو ولسمشر غني وویل، بهرني ځواکونه په افغانستان کې د یوې هوکړې له مخې حضور لري او هېڅ افغان نه غواړي چې د تل لپاره یې په خاوره کې بهرنیان پاتې شي او اوسنی حضور یې د یوې اړتیا له مخې دی چې د یوه پلان پر بنسټ به صفر ته راټیټ شي.

محمداشرف غني ټینګار کوي چې سوله ژر، خو په تدبیر غواړوي. د نوموړي په خبره، که څه هم د سیمې هېوادونو د سیاستونو په اړه د سردار داوودخان ناخبرۍ او د نجیب‌الله د غولېدو تجربې ته یې پام دی، خو تلپاتې سوله به راشي او حکومت به د احتمالي پاشل کېدو ناروین مخه ونیسي.

ولسمشر وایي، ملي یووالی، ځمکنۍ بشپړتیا، ملي واکمني، پیاوړی مرکزي دولت، د افغانانو اساسي حقوق او ملي ګټې، هغه څه دي چې هېڅکله به پرې معامله و نه‌شي.

د غني په وینا، طالبان اوس دوه لارې لري؛ یا دې له افغانانو سره یوځای شي او یادې هم د بهرنیانو ګوډاګیان پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرینو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پرون ماښام د قطر په دوحه کې له طالب استازیو سره تر شپږ ورځینو خبرو اترو وروسته کابل ته راغی او د خبرو اترو جزیات یې له ولسمشر غني سره شریک کړل.

خلیلزاد ولسمشر ته د دوحې غونډې راپور وړاندې کړ

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام