د کارګرو ماشومانو ملي سټراټېژي جوړه شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د ماشومانو د حقونو برخه کې د همکارو بنسټونو مسوولان د کارګرو ماشومانو ملي سټراټېژي د جوړېدو خبر ورکوي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر فیض‌الله ذکي وایي، په دغه پروګرام کې هغه حل لارې ځای شوي چې د ماشومانو د کار مخه نیسي او کورنۍ یې د هغوی له حقونو خبروي.

د ذکي په وینا، د کارګرو ماشومانو ملي سټراټېژي به په هېواد کې د سولې د تامین او د ماشومانو د کاري ننګونو د له منځه وړلو برخه کې لومړنۍ حل‌لاره وي.  

نوموړی زیاتوي، دا سټراټېژي په ټولنه کې د عمومي درک او پوهې زیاتېدو ترڅنګ، د ماشومانو پر کار د څار اغېز هم ډېروي.

فیض‌الله ذکي ټینګار کوي چې د کار خاوند حق نه‌لري چې د ډېرې ګټې لپاره په لږ معاش ماشومان پر کار وګوماري او د هغوی د معلولیت لامل شي. دغه راز دولت باید هغه کسان وڅاري او ترې پوښتنه وکړي چې په ناقانونه توګه پر ماشومانو کارونه کوي.

د کانونو صنعت او په شاقه کارونو کې د ماشومانو ډېروالی

د بوختیاوو ډېرول، اقتصادي وده، له بې‌وزلو کورنیو سره مرسته او په‌دې برخه کې د کار له خاوندانو د کړیو سرغړونو پوښتنه، د کارګرو ماشومانو د ملي سټراټېژي نورې مهمې برخې دي.

دغه راز د دې سټراټېژي له مخې به تر ۲۰۳۰ زېږدیز کال پورې په افغانستان کې د ماشومانو کار له منځه لاړ شي.  

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام