مصطفی ځاځی له مالیزیایي لوبډلې سره یوځای شو

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړی مصطفی ځاځی به د راتلونکي ۱ کال لپاره له مالیزیایي فوټبال کلپ کلنټن سره سیالي وکړي.

مصطفی ځاځی ۲۵ کلن دی او د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې ترڅنګ، تراوسه د ټایلنډ په لومړۍ لیکه فوټبال سیالیو کې د فرا یونایټېډ فوټبال کلپ لپاره لوبېږي.

د مالیزیا فوټبال لومړۍ لیکه سیالي د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۴ کال کې پیل شوې چې هر کال په‌کې د دغه هېواد د فوټبال ۱۲ مخکښ کلپونه سیالۍ وکړي.

د مالیزیا فوټبال لومړۍ لیکه سیالۍ هرکال په فېبروري میاشت کې پیلېږي او په اکټوبر میاشت کې د اتلې لوبډلې په اعلان سره پای ته رسېږي.

د یادونې ده چې مصطفی ځاځی د برید لیکې لوبغاړی دی او تراوسه یې د نورو کلپونو ترڅنګ، ۱۷ نړېوالې سیالۍ د افغانستان لپاره کړي او ۲ ګولونه یې هم په خپل نوم ثبت کړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام