د تخار ولایت د پوهنې ریاست مسوولان وايي، په دغه ولایت کې د زدهکوونکیو له لوري د ښوونځیو پرېښودلو کچه ډېره شوې او په لرې پرتو سیمو کې ډېر شمېر ښوونځي زدهکوونکي نهلري.
د تخار د پوهنې رییس سمېع ابدیار سلاموطندار ته وویل چې ۳۰ سلنه نجونو او هلکانو چې له اتم نه تر یوولسم پورې ټولګیو کې دي، ښوونځیو ته نه ځي او دا شمېر په ډېرېدو دی.
د ابدیار په وینا، بېکاري او بېوزلي له ښوونځیو د زدهکوونکیو د تېښتې اصلي لامل بولي او وايي، هغه ځوانان چې ښوونځي پرېږدي، بهرنیو هېوادونو ته د مزدورۍ لپاره ځي، خو د نجونو له لوري د ښوونځیو پرېښودلو لامل بیا د ښځینه ښوونکیو، د ښوونځیو د ودانیو او د یو شمېر ښوونځیو د احاطې دېوالونو نه موجودیت یادوي.
نوموړی زیاتوي، پهدې اړه یې د سیمې له خلکو سره خبرې کړي، ځینې ښوونځي یې لغوه کړي او که په راتلونکي کال کې هم زدهکوونکي ښوونځي ته لاړ نهشي، په یادو سیمو کې به ښوونځي هم وتړي.
د تالقانو ښار لرې پرتې سیمې او هزار سموچ، کلفګان، بنګي او نمکاب هغه ولسوالۍ دي چې پهکې د ښوونځیو د تړل کېدو احتمال ډېر دی.
د تخار د پوهنې ریاست وايي، هغو ماشومانو چې ښوونځي خوشې کړي، اوس په درنو کارونو بوخت دي. د مالوماتو له مخې، یوازې په نمکاب کان کې د ښوونځیو د شرایطو وړ ۲۰۰ ماشومان کار کوي.
بلهخوا د تخار د ولایتي شورا غړی عصمت قرباني هم پهدې اړه اندېښنه ښيي او وايي، پوهنه د ټولنې بنسټ جوړوي او که نوی نسل یې په ګاڼه سمبال نهشي، پوهنه او ټولنه دواړه به له منځه لاړ شي.
نوموړی د ښوونې او روزنې ته د ځوانانو په جذب کې حکومت په بې پروايي تورنوي او وايي، د دغې برخې د پرمختګ لپاره باید جدي کار وشي.
خو د تخار د پوهنې ریاست مسوولان وايي، هڅه کوي چې د ښوونځيو شورا په جوړولو او پیاوړي کولو سره به ښوونځیو ته د ماشومانو د تګ لپاره اسانتیاوې برابرې شي.
د دوی په وینا، د پوهنې وزارت د هغو ښځو هڅولو لپاره چې د لرې پرتو سیمو په ښوونځیو کې تدریس کوي، سیمهییز امتیازات ورکوي.