
نن له اتو کالو وروسته د ولسي جرګې شپاړسمه تقنیني دوره پای ته ورسېده.
خو د ولسي جرګې ځېنې غړي د دې دورې له کړنو او فعالیتونو نارضايي ښيي او وايي، تېرو ۸ کالونو کې یې د افغانانو لهپاره بنسټیز کار نهدی کړی چې له مفسدو یې دفاع او د خلکو په حق کې یې خیانت کړیدی.
ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازی محمدعلي اخلاقي وايي، د دې دورې غړي باید اعتراف وکړي چې د خلکو غوښتنو ته په لاسرسي نهدي توانېدلي.
دی په ټینګار سره وايي باید د جرګې غړي اعتراف وکړي ولسي جرګې ته د قانون لهمخې په ورکړل شویو صلاحیتونو کې پاتې راغلي او ګټه یې ونه نهده اخېستې.
ولسي جرګې کې د بدخشان د خلکو استازی امانالله پیمان د جرګې یو شمېر استازي د ځېنو وړو مسایلو په تړاو په سیاسي او فاسدو معاملو او د وجدان په پلورلو تورنوي.
ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی رمضان بشردوست هم د جرګې د شپاړسمې دورې په استازیو نیوکې کوي او وايي، د دغو اتو کالونو په موده کې د جرګې غړیو خلکو ته بنسټیز کار نهدی کړی.

ښاغلی بشردوست زیاتوي، چې د ولسي جرګې غړیو د خلکو کورونه وران کړل؛ خو د ځان ته یې ماڼۍ جوړې کړې.
دغه شمېر ولسي استازي وايي، د تېرو اتو کالونو پرمهال شاوخوا ۸۰ استازي تل غیرحاضر وو چې د دغه شمېر استازیو غیابت به د جرګې عمومي ناستې او پرېکړې جدي ستونزو سره مخ کولې.
د ولسي جرګې غړي همدارنګه وايي، جرګه باید د دې دورې د کاري راپور پر ځای د خپلو ستونزو او نواقصو راپور ملت ته وړاندې کړي او له خلکو بښنه وغواړي.
د ولسي جرګې شپاړسمه تقنیني دوره ۱۳۸۹ کال کې د ټاکنو له ترسره کېدو وروسته د پنځو کالونو لهپاره پیل شوه چې کاري موده یې ۱۳۹۳ کال کې پای ته رسېده او باید د ولسي جرګې ټاکنې شوېوی؛ خو دغه ټاکنې ونهشوې او ولسمشر غني د فرمان په صادرولو سره دغه دوره تمدید کړه.
دغه فرمان کې امنیتي، مالي او فني ستونزې او د افغانستان د ټاکنیز نظام اصلاح د ولسي جرګې ټاکنو ترسره کولو کې د ځنډ اصلي عوامل بلل شويدي.





