رونالډو د یونټوس کلپ لپاره د اتلولۍ جام وګاټه

د فوټبال نړۍ وتلي پرتګالي لوبغاړي کرېسټیانو رونالډو له ریال ماډرېډ نه تر تلو وروسته په لومړي کال یونټوس فوټبال کلپ ته د اتلولۍ جام وګاټه.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، اېټالوي کلپ یونټوس د خپل هېواد د ۳۱م پړاو (سوپرکوپا) جام په یواځینۍ لوبه کې د کرېسټیانو رونالډو د یواځيني ګول پر مټ یو ځل بیا د (سوپرکوپا) اتلولۍ جام وګاټه.

د اېټالوي (سوپرکوپا) سیالیو یواځینۍ لوبه بېګا شپه د اېټالیې فوټبال د دوو غورو فوټبال کلپونو یونټوس او ای سي میلان ترمنځ د سعودي عربستان په پلازمېنې جدې فوټبال نړېوال لوبغالي کې د زرګونو مینه‌والو په موجودیت کې وشوه.

دا په ۳۱ فصلونو کې ۱۰م ځل و چې دغه (سوپرکوپا) سیالۍ له اېټالیي بهر په بل هېواد کې کېږي چې د سعودي عربستان ترڅنګ، تراوسه په امریکا، لېبیا، چین او قطرهېوادونو کې شوې دي.

په لوبه کې یونټوس فوټبال کلپ د رونالډو د سر په وسیله د ګول پر مټ ۱ د ۰ ګول په وړاندې ای سي میلان لوبډلې ته ماتې ورکړه او د ریکارډ ۸م ځل لپاره یې د اتلولۍ جام وګاټه.

د یادونې وړ ده چې د اېټالیې (سوپرکوپا) یواځینۍ لوبه هرکال د اېټالیې حذفي جام او اېټالیي لومړۍ لیکې (سیریز ای) لیګ د ۲ اتلو لوبډلو ترمنځ کېږي چې د اېټالیې د فوټبال په کچه د یوه فصل اتله لوبډله په ډاګه کوي.

د یونټوس کلپ د اتلولۍ لپاره وهل شوی یواځینی ګول د پرتګالي کرېسټیانو رونالډو ۱۶م ګول و چې د اېټالیې لیګ ته په ورتګ یې وواهه.

ای سي میلان او یونټوس فوټبال کلپ له بېګانۍ لوبې وړاندی ۷-۷ ځله د اېټالیې حذفي جام (سوپرکوپا) فوټبال لیګ د اتلولۍ جامونه ګټلي وو.

اوسنی اتل یونټوس فوټبال کلپ تېرکال هم په دې لوبه کې لوبېدلې وه چې د ۶م ځل لپاره یې په فاینل کې ماتې وخوړه او لازیو کلپ د څلورم ځل لپاره د اتلولۍ جام وګاټه.

د یادونې وړ ده چې کرېسټیانو رونالډو د نږدې یوې لسیزې لپاره د هسپانوي مخکښ کلپ ریال ماډرېډ په ګټه ولوبېده، خو تېر کال یې له یونټوس سره د یوځای کېدو په موخه لاره بېله کړه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام