«د ولسي جرګې د کابل د رایو باطلېدل شوني دي»

ولسي جرګې تر اوسه د کابل او بغلان ولایتونو له پایلو پرته د ۳۱ ولایتونو د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي چې دغه حالت د نوماندانو، څارونکیو بنسټونو او ان د شکایتونو کمېسیون غبرګون راپورته کړی‌دی.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند علي‌رضا روحاني وایي، هغه ډول چې تمه کېده د ټاکنو کمېسیون په رڼه توګه د کابل د ټاکنو رایې شمېرنې بهیر بشپړ نه‌شو کړی او په‌دې کار کې پاتې راغلی دی.  

ښاغلي روحاني سلام وطندار ته وویل چې د کابل د رایو باطلېدلو په اړه د دوی پرېکړه لا پرځای پاتې ده.

د ده په وینا، که ستونزه همداسې دوام وکړي؛ دوی له خپلې پخوانۍ مصوبې تېرېږي، په‌داسې حال کې تر اوسه یې پرې بیا کتنه نه‌ده کړې.

له کابله ولسي جرګې ته یو نوماندانو هارون معترف وایي چې د کابل د ټاکنو پایلې په اړه پرېکړه د یوې ځانګړې کړۍ په لاس کې ده.

د ده په وینا، د بندو دروازو تر شا له پرېکړې وروسته په مشورې بریالي کسان په نښه کوي.

د فیفا اجرایوي رییس یوسف رشید وایي، دوی ته رسېدلي اطلاعات ښیي چې د کابل اړوند د شاوخوا ۷۰۰ محلونو رایې ستونزې لري؛ نو ځکه خو د لومړنیو پایلو اعلان ځنډول شوی او معلومه نه ده چې کله به اعلانېږي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا وایي چې د کابل په رایو کې به تورې له سپینو رایو جلا او وروسته به اعلان شي.

د ټاکنو خپواک کمېسیون مرستیاله ویانده شیما علم‌سروش سلام وطندار ته وویل چې د کابل د ختیځې څنډې د ۵۰۰ محلونو رایې بیا شمېرل کېږي.

ولسي جرګې ته د افغانستان ۳۲ ولایتونو کې د روان کال د تلې پر ۲۸ نېټه او د کندهار ټاکنې په یوه اوونۍ ځنډ وشوې، په غزني کې ولسي جرګې ته ټاکنې نه‌دي شوي؛ خو تراوسه یوازې د ۳۱ ولایتونو د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان او معلومه نه‌ده چې وروستۍ پایلې به کله اعلانېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام