وچ‌کالۍ د جوزجان ۴۰سلنه مالونه له منځه‌ وړي

د وچ‌کالۍ او نورو اقتصادي ستونزو له امله هر سهار ځېنې مالداران له خپلو رمو یوه برخه ښار ته د پلور له‌پاره بیايي او په پیسو یې خپلو پاتې مالونو ته خوراکي توکي اخلي.

جوزجاني مالدارانو سلام وطندار ته وویل چې د وروستیو وچکالیو له امله یې ډېر مالونه له منځه تللي او ډېر مالي زیانونه ور اوښتي دي.

دوه تنه مالداران جان‌محمد او جلال‌الدین چې وچ‌کالۍ له ستونزو سره مخ‌کړي ـ وايي چې د ۵زرو افغانیو مال یې په ۵سوه هم خرڅ کړی.

دوی وايي د وچ‌کالۍ د شدیدې څپې له امله یې نه اولادونو ته او نه هم خپلو څارویو ته خواړه پیدا کولی شي.

جان‌محمد او جلال‌الدین ـ چې په اوونۍ کې یو ځل د خپلې رمې څو مالونه د پلور له‌پاره ښار ته وړي ـ وايي، که دولت یا مرستندویه سازمانونه مرستې ور ونه‌رسوي؛ ښايي ماشومان یې هم د مالونو په څېر له لوږې مړه شي.

د جوزجان د کرنې او مالدارۍ مشر محمدعالم عالمي مني چې د جوزجان د مالونه له ۲ میلیونو څخه ۴۰ سلنه یې له منځه تللي دي او پاتې ۶۰ سلنه هم د وچ‌کالۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.

په جوزجان کې واښه پلورونکي وايي چې د یو جوال وطني وښو بیه تېر کال شاوخوا ۴ سوه افغانۍ وه؛ خو سږکال بیا له ۷۰۰ تر ۱۰۰۰ افغانیو ته ختلې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام