هرات کې یو شمېر فلم جوړوونکي او د سینما لوبغاړي وايي، که څه هم په یوه سنتي ټولنه کې اوسېږي او حکومت هم ورته چندان پام نه‌کوي، خو بیا هم په دغه ولایت کې د سینما صنعت په تېره سریالونو ښه وده کړې ده.

د هرات یو پخوانی فلم جوړوونکی او ډایرېکټر عبدالرشید عظیمي وایي، په وروستیو دوو کلونو کې یې د لنډو فلمونو جوړولو ترڅنګ، ۳ سریالونه هم ډایرېکټ کړي دي.

د «فېسبوک ډاډ کام»، «زرګري ژبه» او «شپږمه ګوته» په نوم سریالونه د عظیمي هغه لاسته راوړنې دي چې په وروستیو درېوو کلونو کې یې ترلاسه کړې دي.

عظیمي وايي، په هرات کې له ننګونو او سینما ته د حکومت نه پام سره سره، په دغه ولایت کې لسګونه هنرمندان شته چې د لنډو، منځنیو او اوږدو فلمونو په جوړولو بوخت دي او دا ښيي چې دلته د سینما صنعت د تېر په پرتله ښه وده کړې ده.

د عبدالرشید عظیمي په وینا، ګڼ شمېر هراتي ځوانان د سینما صنعت ته لېواله دي چې په وینا یې، که حکومت ورته پام وکړي، دغه صنعت به نوره وده هم وکړي.

په همدې حال کې د سینما لوبغاړی محمود هم په دغه ولایت کې د سینما صنعت پرمختګ ته خوشبین دی او وايي، اوس په هرات کې د سینما صنعت له کابله هم ډېره وده کړې ده.

یو شمېر هراتیان هم په دغه ولایت کې د سینما پرمختګ ته خوښ برېښي او وايي، د کورنیو فلمونو او سریالونو تولید کولی شي د بهرنیو سریالونو له لارې په هېواد کې د پردي کلتور دودولو مخه ونیسي.

بله‌خوا د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییسه اریا رووفیان وايي، سینما په ټولنه کې د فرهنګ دودولو تر ټولو مهمه لار او غږ دی.

د رووفیان په وینا، هر څومره چې یو هېواد ډېر فلمونه، سریالونه او مستندونه تولید کړي، په هماغې کچې پایښت لري او په یاد هېواد کې د اطلاعاتو د راکړې ورکړې او د فرهنګ دودولو پراختیا ښيي او له دې لارې په نورو هېوادونو کې خپل نفوذ پیدا کوي.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور د مسوولانو په وینا، هېوادوالو او ان له هېواده بهر خلکو په هرات کې د وروستیو تولید شویو سریالونو تود هرکلی کړی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام