د هرات امنیې قومنداني د ترورېزم پروړاندې د مبارزې مدیر فضلالرحمان خادم د خپل ورور له ترور وروسته ادعا کوي چې په دغه ولایت کې د ترور نږدې ټولې پېښې د ایران سپاهپاسداران په هرات کې د خپل سرکونسل محمود افخمي له لارې رهبري کوي.
ښاغلی خادم وايي، د خپلې دندې پرمهال یې، د ترور پېښو په تړاو د ۴ ایراني وګړیو په ګډون ۱۳۴ کسان نیولي چې ډېریو یې د ایران سپاهپاسدارانو په امر د دغه ولایت شخصیتونه او امنیتي ځواکونه ترور کړي دي.
دغه امنیتي چارواکی ادعا کوي چې په وروستیو کلونو کې د ترور پېښو په تړاو ترسره شوې څېړنې ښيي چې مرمۍ په مسلکي توګه د ترور شوي کس په زړه او سر لګېدلې دي.
د هرات امنیې قومنداني د ترورېزم پروړاندې د مبارزې مدیر زیاته کړه، د ایران سپاهپاسدارانو د ترهګرو له روزلو وروسته، د هر ترور په بدل کې ځکه ۱۰۰ زره پاکستانۍ کلدارۍ ورکولې چې دا پېښې پر پاکستان ور واوړي.
فضل رحمان خادم وايي، ایران د هرات له طالبانو سره مرستې کوي او د ایرانیانو عبدالله اکبري ډلې ته یې دنده ورکړې چې په افغانستان کې هر ډول بریدونه کوئ او فعالیت کوئ، و یې کړئ او بیا یې د داعش ډلې په نوم اعلان کړئ.
د نوموړي په وینا، هر کله چې په هرات کې د ټولګټو پروژې پرانستل کېږي، ورسره هممهال د ایران په امر د ترور پېښې هم ډېرېږي او هڅه کوي پهدې ډول خلک، په ځانګړې توګه پانګوال زړهتوري کړي.
خادم خبرداری ورکوي، که د حکومت مشران دغې قضیې ته جدي پام و نهکړي، خلک به په خپله د ایران پروړاندې را پورته او اقدام وکړي.
دغه امنیتي چارواکی ټینګار کوي چې هرات کې د ایران سرکونسل محمود افخمي رشیدي پر وړاندې یې لاهه محکمې ته شکایت کړی دی.
په همدې حال کې د هرات د ولایتي شورا غړي او یو شمېر سیاسي کارپوهان هم د یو شمېر ګاونډیو هېوادونو لاسوهنې تاییدوي او وايي، دغه ولایت کې ډېری د ترور پېښې سیاسي او اقتصادي موخو سره تړاو لري.
خو د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، که په دې اړه ورته رسمي شکایتونه وشي، د قانون له مخې به یې وڅېړي.
بلهخوا هرات کې د ایران کونسلګري یو چارواکی علياکبر بابا وايي، د دغو تورونو په اړه ورته مالومات رسېدلي او خپل رسمي لیدلوری به تر بشپړو څېړنو وروسته په ډاګه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د هرات امنیې قومانداني د ترورېزم پروړاندې د مبارزې مدیر ورور چې د پولیسو یو افسر و، په هرات ښار کې ترور شو. دغه راز څو میاشتې وړاندې یې یو بل ورور چې په ۶۰۶ انصار زون کې یې دنده لرله، هم ترور شوی و.