.jpg)
د راپورونو له مخې، ټاکل شوې وه پاکستان سبا د طالبانو د مرکچي پلاوي کوربه شي، خو افغان حکومت د طالبانو استازیو ته د پاکستان د حکومت له لوري د بلنې ورکولو په غبرګون کې ملګرو ملتونو ته شکایت کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغتالله احمدي وایي، اسلام اباد ته د طالبانو مرکچي پلاوي ته د بلنې ورکول، د دې ډلې په رسمیت پېژندلو په مانا ده او د پاکستان لومړي وزیر سره د هغوی لیدنه، د ملګرو ملتونو د پرېکړهلیک ښکاره نقض دی.
د احمدي په وینا، په دې اړه له افغان حکومت سره مشوره نهده شوې او دغه راز د طالبانو مرکچي پلاوي د غړو نومونه د ملګرو ملتونو په تور نوملړ کې دي؛ نو ځکه د سفر کولو حق نهلري.
طالبانو تر دې وړاندې ویلي وو چې د مرکچي پلاوي د غړیو نومونه یې د ملګرو ملتونو په تور نوملړ کې نهشته او د پاکستان په بلنه اسلاماباد ته سفر کوي.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي، دغه پلاوی به د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره خبرې وکړي او دغه راز به د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم وګوري.
په همدې حال کې نن یو شمېر رسنیو د ځینو طالب سرچینو له قوله داسې راپور خپور کړ چې پاکستان ته د طالب پلاوي سفر لغوه شوی دی.
غني طالبانو ته په خطاب: د نورو جنګ ته دیني ریښه پيداکول پېرودونکي نهلري
پاکستان به د امریکا او طالب استازیو کوربه وي
پاکستان ته د ولسمشر غني خبرداری
.jpg)
په همدې حال کې رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان به د طالبانو له استازیو سره په اسلاماباد کې وګوري، خو طالبانو ویلي چې د سعودي له ولیعهد سره لیدنه یې په پلان کې نهشته.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې طالب استازیو د افغانستان له یو شمېر پخوانیو حکومتي چارواکیو او سیاستوالو سره په مسکو کې د سولې په اړه خبرې اترې کړې وې.





