د کانکور د سهمیه‌بندۍ طرحه غیرقانوني ده

د کانکور سهمیه‌بندۍ طرحې سره د مخالفتونو په دوام، نن د ولسي جرګې ځېنو غړیو د جرګې عمومي غونډې کې دغه طرحه غیرقانوني وبلله او د ولسي جرګې له مشرۍ څخه غواړي، د هغه څه پر وړاندې ـ چې دوی یې د کابینې قانون تر پښو لاندې کول بولي ـ جدي دریځ غوره کړي.

د دوی په وینا، د علم او زده‌کړې هر ډول سهمیه‌بندي د هېواد د پرمختګ مخه نیسي.

د ولسي جرګې دوه غړي، عارف رحماني او سید علي کاظمي وايي، هغه څوک چې د کانکور د سهمیه‌بندۍ غوښتونکي دي؛ هغوی دې لېسو او منځنیو ښوونځیو کې د زده‌کړو له‌پاره امن او ارامه فضا برابره کړي او د زده‌کړو کورسونه دې پیل کړي چې نورو ته یې خیر ورسېږي.

دوی په ورته وخت کې د زده‌کوونکیو او زده‌کړیالانو د اندېښنې د لېرې کولو له‌پاره د لوړو زده‌کړو وزیر د استجواب غوښتنه هم وکړه.

خو د ولسي جرګې ځېنې نور غړي وايي، د کانکور سهمیه‌بندۍ طرحه سمتي او قومي نه‌ده.

د دوی په خبره، زیاترو ناامنو ولایتونو کې زده‌کوونکي له تحصیله بې‌برخې دي او باید هغوی ته هم د زده‌کړو زمینه برابره شي.

لیلما حکیمي او نادر خان کټوازی وايي، د جرګې ځېنې غړي پرېکړه کوي چې کانکور ستمي شوی او دغه کار ولې د ځېنو مشخصو ولایتونو له‌پاره په ګټه کېږي، په‌داسې حال کې چې ستونزه د ناامنۍ ده او همدې ناامنۍ خلک له زده‌کړو بې‌برخې کړي‌دي او د لوړو زده‌کړو وزارت د دغه پرګرام هرکلی کوي.

د دوی په وینا، په ټولو هېوادونو کې د جنګ ځپلو سیمو له‌پاره همدا ډول سهمیه په پام کې نیول کېږي او د هغو سیمو د اوسېدونکیو په حق کې ظلم دی چې له نورو سره یو ډول ښوونیز پرمختګ ونه‌شي کړای.

د ولسي جرګې منشي امیرخان یار ـ چې د جرګې د نن ورځې ریاست یې په غاړه لرلو ـ د لوړو زده‌کړو او پوهنې کمېسیون ته دنده ورکړه چې دې برخې کې جدي اقدام وکړي او د کانکور د سهمیه‌بندۍ بحث واضح کړي.

د کانکور سهمیه‌بندۍ طرحه تېره اوونۍ د هېواد کابینې له لوري تایید شوه چې د دې طرحې په مطابق، له پلازمېنې پرته، ځېنو تحصیلي څانګو کې یې د کمو پرمختللو ولایتونو کانکور ازموینې داوطالبانو له‌پاره، مشخصه سهمیه په پام کې ونیول شوه.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام