لویې څارنوالۍ د فوټبال فدراسیون د مشر دنده وځنډوله

د افغانستان لویې څارنوالۍ د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې له‌خوا د جنسي او فیزیکي ځورونو د تورونو په تړاو د لومړیو موندنو په پایله کې د افغانستان فوټبال فدراسیون د مشر کرام‌الدین کریم دنده ځنډولې ده.

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني سلاکار فضل فیض په‌خپلې رسمي ټویټرپاڼه لیکلي دي، دا پریکړه د تورونو په تړاو د لومړنیو موندونو له مخې شوې‌ده.

ویل کېږي چیې د فوټبال ښځینه لوبډلې د جنسي او فیزیکي ځورونې د تورونو د دوسیې د څېړلو په ترڅ کې د افغانستان فوټبال د مشر د کرام‌الدین کریم ترڅنګ د یاد فدراسیون د ۵ نورو غړیو دندې هم د اوس له‌پاره ځنډول شوې‌دي.

د افغانستان لویې څارنوالۍ بیا تراوسه په‌دې تړاو څه نه‌دي ویلي او نه هم د افغانستان فوټبال فدراسیون په‌دې هکله غبرګون ښودلی دی.

د افغانستان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړیو تېره اوونۍ د فوټبال فدراسیون په مشر کرام‌الدین کریم او ځېنو نورو غړیو تور پورې کړ چې په غیراخلاقي کړنو کې ښکېل دي؛ خو فوټبال فدراسیون دا تورونه رد کړي‌دي.

کرام‌الدین کریم له ۲۰۰۴ کال راهیسې د افغانستان فوټبال فدراسیون مشري په غاړه لري او دا چې قانوني وخت یی پای ته رسېدلی؛ اوسمهال د ټاکنو دنه ترسره کېدو له کبله د سرپرست مشر په توګه دنده ترسره کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام