سږ کال په جوزجان کې له کوره د ښځو تښتېدل ډېر شوي

سهار وختي مې دفتر هغو مراسمو ته د ورتګ په موخه پرېښود چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوی په پار جوړه شوې‌وه.

په‌دې غونډې کې کلیوالې او ښاري ښځې په رنګارنګ څوکیو ناستې وې او د ویناوالو خبرو ته غوږ وې.

د قیمت‌ګل د ژوند داستان زما په ګډون د ټولو ګډونوالو پام ځانته اړولی و.

قیمت‌ګل په جوزجان ولایت کې د دې مېرمنې مستعار نوم دی، له خپلو ستونزو یې ملګرو ته کیسه کوله.

هغه وايي چې پلار یې د ۸۰۰ زرو افغانیو په بدل کې ۴۰ کلن سړی باندې پلورلې وه.

قیمت‌ګل کیسه کوي، له څلوېښت کلن سړي سره ـ چې قمارباز هم و ـ د نارضایتۍ له امله اړ شوه چې له کوره وتښتي او له هغه هلک سره واده وکړي چې د دې خوښ و.

قیمت‌ګل په ډکو سترګو وايي چې د خپلو خویندو راتلونکې ته اندېښمنه ده.

منېژه بله هغه ښځه ده چې په زور واده ته اړ شوې‌وه. د خپلو خبرو د ثبت اجازه یې را نه‌کړه؛ خو ویې ویل چې ۴ کاله مخکې چې ۱۳ کلنه وه؛ یو ۳۵ کلن سړي ته په نکاح شوه او هره ورځ د دې له‌پاره چې ماشوم یې نه کېد؛ ځورول کېده.

کلثوم د دې غونډې یوه ګډونواله وه او هغې د خپلې خورزې د ستونزو یادونه وکړه چې هغه هم د زور واده ته اړ شوې‌وه.

کلثوم له ښاره لېرې اوسېږي او وايي چې په کلي کې یې نجونې په زور ـ زیاتي سره ودېږي.

په جوزجان کې د بشر حقونو د ساحوي دفتر مسووله مغفرت صمیمي وايي چې په تېر کې هم له کوره د ښځو او نجونو د تېښتې قضیې وې؛ خو په روان کال کې دا ستونزه ډېره شوې‌ده.

د اغلې صمیمي په خبره، د تېرکال په پرتله روان کال کې د تېښتې پېښو شمېر دوه برابره ډېر شوی‌دي.

د جوزجان د ښځو چارو ریسه نجیبه قریشي وايي چې سږکال له دوی سره د زور ودونو او له کوره د تېښتې پېښې ثبتې شوي؛ خو کره شمېر یې نه خپروي.

د جوزجان یو شمېر دیني عالمان هم په واده کې د نجلۍ او هلک رضایت لومړنی شرط ګڼي.

خو داسې ښکاري چې خلک دیني لارښوونو ته کم پام کوي او له هر څه لومړی خپلو ضدي منفي دودونو ته لومړیتوب ورکوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام