لوړو زده‌کړو وزارت: کانکور د ولایتونو نفوس پر اساس نه سهمیه‌بندي کېږي

وروسته له هغې ـ چې د کابینې د تېرې چهارشنبې په ورځ د کانکور ازموینې داوطلبانو سهمیه‌بندۍ طرحه تاییده کړه ـ د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکیو دغه طرحه قومي وبلله او د هغې پر وړاندې یې مخالفت څرګند کړ.

خو د لوړو زده‌کړو وزارت چارواکیو نن کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال دغو اندېښنو ته د پای ټکی کېښود او ويې ویل، کانکور یوه رقابتي پروګرام دی او هېڅکله به د ولایتونو نفوس په اساس سهمیه‌بندي نه‌شي.

د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند فیصل امین وايي، د ملي کانکور نوې طرحه جامع او هېواد کې د لوړو زده‌کړو اوسنیو شرایطو په مطابق جوړه شوې چې له‌مخې یې د عمومي کانکور ۷۵ سلنه او د هر زون په سطحه هم ۲۵ سلنه څوکۍ رقابت ته وړاندې کېږي.

ښاغلی فیصل زیاتوي چې د کانکور سراسري ازموینه د تېرو کلونو په څېر په عمومي ډول اخېستل کېږي؛ خو د زونونو په کچه د طب، انجینیرۍ، حقوقو، اقتصاد، کرنې او کمپیوټر ساینس څانګو کې د کانکور ۲۵ سلنه څوکۍ په جدا ډول ترسره کېږي.

هاخوا د پوهنې وزارت ویاندې نوریې نزهت دې غونډې ته وویل چې د کانکور نوې طرحه قومي نه‌ده، بلکې دغه طرحه هېواد کې د لوړو زده‌کړو اوسنیو شرایطو په مطابق جوړه شوې‌ده.

د مېرمن نزهت په وینا، دغه طرحه ټولو قومونو ته د متوازنو زده‌کړو برابرولو په موخه جوړه شوې‌ده.

له‌دې سره د ولسي جرګې یو شمېر غړیو هم د کانکور سهمیه‌بندۍ طرحې سره مخالفت کوي او وايي، د کانکور سهمیه‌بندۍ طرحه د هېواد ځوان نسل سره خیانت دی.

د هغوی په وینا، د دې طرحې عملي کېدل د هېواد راتلونکې ته هم جدي ګواښ پېښوي.

کومه طرحه چې کابینې تېره اوونۍ تاییده کړه، له کابل پرته ځېنو څانګو کې د کمو پرمختللو ولایتونو کانکور ازموینې ورکوونکیو له‌پاره مشخصه سهمیه په پام کې نیول شوې‌ده.

د کابینې له لوري تایید شوې طرحې ټولنیزو شبکو کې د خلکو پراخ غبرګونونه هم راپورته کړي‌دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام