د تخار خواجه‌بهاوالدین ولسوالۍ ښاروالۍ د دولت میلیونونه افغانۍ پوره‌وړې ده

د تخار د خواجه‌بهاوالدین ولسوالۍ ښاروالۍ، د ۱۳۹۴ کال عواید دولت ته نه‌دي سپارلي او په‌دې توګه له دولته څه باندې ۳ میلیونه افغانۍ پوره‌وړې ده.

کوم مکتوب چې د روان کال د سنبلې میاشتې په درېیمه نېټه، د سیمه‌ییزو ارګانونو ریاست د ښاروالیو معین په لاسلیک، داخلي تفتیش ته استول شوی، په‌کې راغلي چې ښاروال عزیزالله او د ښاروالۍ د عوایدو مدیر عبدالحکیم، د ښاروالۍ له عوایدو نه، ۳ میلیونه او ۱۰۰ زره افغانۍ دولت ته نه‌دي سپارلي.

همدارنګه خواجه‌بهاوالدین ولسوالۍ ته د تخار مرستیال والي فرید ذکي په لاسیلک د تخار ځايي ادارې د ۱۳۹۷ کال د عقرب میاشتې په ۱۴مه نېټه، ۶۲۷مه شمېره مکتوب کې راغلي چې ښاروال او اجرایوي مدیر باید هر څه ژر دولت سره خپل حساب تصفیه کړي،ګنې څارنوالۍ ته به معرفي شي.

خو د خواجه‌بهاوالدین ښاروال عزیزالله وايي، هغه د ښاروالۍ عواید د دولت خزانې ته سپارلي او یوازې د ښاروالۍ د عوایدو مدیر عبدالحکیم ۱۲ لکه افغانۍ پوره‌وړی دی.

د ده په وینا، ښاروالۍ د ۱۲لکو افغانیو په بدل کې د ښاروالۍ د عوایدو مدیر عبدالحکیم دوکانونه قید کړي، پلورو یې او ور به یې کړي.

ښاغلی عزیزالله زیاتوي چې د ښاروالۍ د عوایدو مدیر حقوق ډېر کم دي او هغه مجبوره شوی چې د دولت له عوایدو نه د خپل شخصي لګښت له‌پاره ګټه واخلي.

هاخوا د تخار د خواجه‌بهاوالدین ښاروالۍ د عوایدو مدیر عبدالحکیم مني چې د ښاروالۍ د عوایدو یوه برخه یې مصرف کړې؛ خو وايي، د دغه کار لامل د ۱۳۹۶ کال د پرمختیايي بودیجې نه منظورېدل دي.

دا داسې مهال دی چې د تخار دښت‌قلعه ښاروالۍ هم تراوسه پورې د ۱۳۹۷ کال عواید دولت ته نه‌دي سپارلي؛ خو د خواجه‌بهاوالدین ولسوالۍ ښاروال عزیزالله وايي، د روان کال عواید شاوخوا ۵۰ لکه افغانۍ او ډېر ژر به د دولت خزانې ته وسپارل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام