د سرپل ولایتي شورا مرستیال سیداسدالله دانش سلام وطندار ته وویل چې د مولوي مهدي مجاهد په نامه د طالبانو یو قوماندان ۲۵ مسافر ـ چې له مزارشریف نه د سرپل بلخاب ولسوالۍ ته په لاره وو ـ برمته کړيدي.
د هغه په وینا، دا پېښه نن سهار ۱۰ بجې د بلخ ولایت د کشنده او زارع ولسوالیو په لاره رامنځته شوېده.
ښاغلی دانش زیاتوي، طالبانو ښځې، ماشومان او سپینږیري خوشي کړي او ۲۵ مسافر یې تر خپل کنټرول لاندې سیمو ته وړي دي.
په ورته وخت کې د سرپل د والي ویاند ذبیحالله اماني هم دا پېښه تاییدوي او زیاتوي چې تر اوسه د برمته شویو مسافرو برخلیک نهدی معلوم.
خو طالب ویاند ذبیحالله مجاهد د دې ملکیانو برمته کول رد کړل.