خوست کې د همایون همایون پرضد لاریون وشو

عکس له ارشیفه

په خوست ښار کې څه باندې ۱۰۰ کسانو د ولسي جرګې د لومړي نایب همایون همایون پر ضد لاریون وشو.

د همایون همایون او حاجي حکیم په نوم یو شخص ترمنځ د خوست ښار ختیځه څنډه کې د یوې نمرې ځمکې پر سر له پخوا راهیسې لانجې روانې دي؛ خو په وروستیو کې پرې همایون د ودانولو کار پیل کړی‌دی.

د لانجې په دوام نن سهار شاوخوا لس بجې د ښکېلو لورو ترمنځ لومړی فزیکي شخړه رامنځته شوې او وروسته ډزې شوې‌دي.

لاریونوالو وایي، د همایون وسله‌والو د دوی پر خپلوانو ډزې کړي چې په ترڅ کې یې یو تن وژل شوی او ۵ نور ټپیان شوی‌دي.

د وژل شوي شخص ورور او لاریونوال حاجي حکیم چې د ولسي جرګې لومړي نایب په لانجمنې نومرې کې وسله‌وال شخص کېنولی چې د دوی له ورتګ سره یې پر دوی ډزې کړي، ورور یې ور وژلی او ۵ تنه نور یې ټپيان کړي‌دي.

د پېښې شاهدان وایي، د حاجي حکیم کسانو سره کوتک او تیږې لاسونو کې وې چې د همایون کسانو پرې ډزې وکړې.

د خوست د والي ویاند طالب منګل یاده پېښه مني؛ خو وايي چې په پېښه کې ۳ تنه ټپيان شوي او نور جزیات به له څېړنو او پلټنو وروسته له رسنیو سره شریک شي.

خوست ته د ولسمشر اشرف غني په حکم د قومي شخړې حل په موخه یو پلاوی تللی وو چې د پلاوي په غونډې کې د ننني وژل شخص ورور حاجي حکیم هم د خپلې لانجې په اړه شکایت کړی‌و.

ومو غوښتل د دې پېښې په اړه د همایون همایون نظر هم واخلو؛ خو هغه له څه ویلو ډډه وکړه.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام