د کانونو وزارت: د کانونو او پټرولیم د رڼښت پورتال جوړ شو

د کانونو او پټرولیم سرپرستې وزیري نرګس نهان نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د کانونو او پټرولیم د رڼښت په اړه د لومړني پورتال له پرانېستې سره به ټول مهم معلومات لکه، د تړونونو شرایط، د کان د کیندنې څرنګوالي او د پروژې په اړه حکومت او قرادادي شرکتونو مسوولیتونه، د کان په ځای کې ځايي خلکو ته ټولنیز خدمات وړاندې کول او د چاپېریال ساتنې ته پام په‌‌دې پورتال کې خوندي شي.

د دې په خبره، په کابل او ولایتونو کې د لسو کالو پخوانيو قرادادونو اطلاعات هم په‌دې سېستم کې ځای شوي‌ او د دې اطلاعاتو په مرسته پوره‌وړي شرکتونه مشخصولی شي.

د اغلې نهان په خبره، متوازنه پراختیا، د دخیلو مالکانو لکه د ولسي جرګې د ځېنو غړیو او لوړپوړیو چارواکیو په اړه ـ چې په غیرمستقیم ډول د کانونو په پروژو کې شریک دي ـ معلومات او کانونو د کیندنې سمه اندازه په‌دې پورتال کې ذکر شوي‌دي.

د کانونو او پترولیم وزیره همدارنګه وايي، دا پورتال پولیسو او خلکو ته اجازه ورکوي چې د کانونو د قراردادونو، درخواستونو، لګښتونو، د کانونو د کاري فعالیتونو، د کانونو د استخراج سیمې، په قانوني او غیرقانوني ډول د کانونو کیندلو په اړه معلوماتو ته لاس‌رسی ولري.

دا سېستم له کانونو او پټرولیم وزارت سره هم مرسته کوي چې د قراردادیانو او دخیلو ارګانونو سره په معیاري او اصولي ډول معلومات شریک او مدیریت کړي.

د کانونو او پترولیم وزارت چارواکي وايي چې د کانونو او پټرولیم د رڼښت په اړه دا لومړنی پورتال به د بهرنیو پانګوالو د مرستو راجلبولو په برخه کې هم کافي مرسته وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام