تخار کې د ولسي تړون پروګرام پر نه پیلېدو نیوکې

د تخار ولایتي شورا او مدني ټولنې وايي، که څه هم د ولسي تړون پروګرام تر یو کال وروسته په‌دې ولایت کې پیل شوه، خو تراوسه یې شوراګانې جوړې کړې نه‌دي.

د تخار د ولایتي شورا غړی اعظم افضلي سلام‌وطندار ته وویل، د دغه پروګرام ټولنیز کارکوونکي د قومي لانجو په حل کې تجربه نه‌لري، شوراګانې نه‌شي جوړولی او همدا لامل دی چې د دغه پروګرام چارې مخې ته نه ځي.

په همدې حال کې د تخار د مدني ټولنو د شبکې رییس منیر هدف باور لري چې د د خلکو له‌پاره د ولسي تړون د پروګرامونو نه پلي کېدل به د خلکو او حکومت ترمنځ واټن نور هم ډېر کړي.

نوموړی د دغه پروګرام د رهبرۍ په کچه د مدیریت په کمزورۍ نیوکه کوي او وايي، یاد پروګرام باید پلی شي چې خلک له حکومت سره ځانونه نږدې احساس کړي.

خو په تخار کې د ولسي تړون د پروګرام مسوول طارق مردان د پروګرام د ځنډ لامل په مرکز کې یې د قرارداد په لاسلیکولو کې ځنډ بولي.

نوموړی په چټکۍ سره د دغه پروګرام د تطبیق په اړه ډاډ ورکوي او وايي، تراوسه یې د ۸۴۷ شوراګانو له ډلې ۳۳۶ هغه یې تر بیاځلي ټاکنو وروسته جوړې کړې دي. مردان زیاتوي، د ولایت په کچه یې ۷۲ پروژې وړاندیز کړي چې ۲۰ یې منل شوي او تر هغې چې سیمه‌ییزې شوراګانې جوړې نه‌شي، نورې پروژې په نوملړ کې شاملولی نه‌شي.

ولسي تړون، د ملي پیوستون پروګرام پرځای د هېواد په کچه پلی کېږي چې بنسټیز خدمتونه یې خلکو د اوبو رسول، د سړکونو جوړول او د برېښنا رسولو شبکو جوړول دي. په‌ دغه پروګرام کې د تخار ولایت هغه ۸ ولسوالۍ د ۴ کلونو له‌پاره په پام کې نیول شوي چې د نورو هغو په پرتله په‌کې لږ پروژې پلې شوې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام