.jpg)
د سرپل یوشمېر کروندګر وايي، د مناسب بازار او سړوخونو نهموجودیت او کرنیزو حاصلاتو ته یې د دولت نهپام، اړ کړي چې خپل کرنیزو محصولات په نیمه بیه وپلوري.
د سرپل کروندګر ابراهیم، عليرضا او حسن وايي، له یولک نیولې تر ۵ لکه افغانۍ یې د خپلو کروندو لهپاره له بانکونو په پور اخیستي او پر حاصلاتو یې لګوي، خو اوس نه یوازې خپل سر نه پوره کوي، بلکې څو برابره زیان ور اړوي.
د دوی په وینا، کرنیز محصولات یې بازار نهلري، بهرنیو هېوادونو ته یې د صادرېدو لهپاره هم اسانتیاوې نه ورته برابرېږي او دولت یې هم ترې نه اخلي. په لکونو پیسې پرې لګولي، خو اوس یوه کیلو پیاز په ۲ افغانیو پلوري. مخکې په سرپل کې د یو کیلو پیازو بیه له ۱۰ تر ۱۵ افغانیو وه.
خو د سرپل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزوچارو امر اسدالله شایق وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د پیازو حاصلات ډېر دي او همدا لامل دی چې بیې یې ټیټې شوې دي.
.jpg)
نوموړی که څه هم مني چې دې ولایت کې د سړو خونو نهموجودیت کرونګرو ته زیان اړولی، خو وايي په ۱۳۹۸ کال کې به د پیازو ۱۲ زېرمتونونه جوړ کړي.
د سرپل کروندګر وايي، د دولت نهپام له امله د افغانستان پیاز او ځینې نور کرنیز محصولات پاکستان ته صادرېږي او هلته په سړوخونو کې تر ساتل کېدو وروسته په لوړه بیه بېرته افغانستان ته راواردېږي.