د جوزجان د ځېنو اوسېدونکیو حقوقي دوسیې طالبان حلوي

د جوزجان د مردیانو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د دې ولسوالۍ اړوندې ټولې قضیې د طالبانو له لوري حلېږي.

د مردیانو د ولسوالۍ دوو اوسېدونکیو حکمت‌الله او عبدالبشیر سلام وطندار ته وویل، هغه کسان چې له خپلې دوسیې سره دولت ته ورغلي وي؛ د طالبانو له لوري له ۵۰ تر ۸۰ زره افغانيو نقد جریمه او مجازاتېږي.

له سلام وطندار سره په خبرو کې د جوزجان د مردیانو ولسوال تاج‌محمد تقوا هم دا مني چې د دې ولسوالۍ ټولې حقوقي او جنايي قضیې د طالبانو له لوري څېړل کېږي.

د مردیانو د ولسوال په وینا د دوی کارکوونکي د مردیانو په ولسوالۍ کې نه‌شته.

پخوا له‌دې د جوزجان امنیتي مسوولانو ډاډ ورکړی‌و چې د ډار اچوونکیو ډلو د ځپلو له‌پاره د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې به پوځي عملیات کوي چې تر اوسه دغه عملیات نه‌دي پیل شوي .

خو بلې‌خوا د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد سلام وطندار ته وویل چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي خپله د دې مینه‌وال دي چې اړوندې دوسیې په طالبانو حل کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام