نوروزمنګل او شېراغا همکار له دندو ګوښه شول

د افغانستان کرېکټ‌بورډ عمومي مشر عزیزالله فضلي نن د یوې خبري غونډې پرمهال په‌خپلې ادارې کې د بېلابېلو بدلونونو خبر ورکړ.

ښاغلي فضلي په خبري غونډې کې وویل چې په ادارو کې بدلونونه اصل وي او د چارو د ښه‌والي له‌پاره یې د ځېنو پوسټونو کسانو کې بدلونونه راوستي دي.

د ده په خبره، له‌دې وروسته به په کرېکټ‌بورډ کې د غوراوي کمېټې مشري د نوروزمنګل پرځای پخوانی توپ‌اچوونکي دولت احمدزې په غاړه وي.

د نوروزمنګل په ګوښه کولو سره د نوموړي دواړي ملګري او د یادې کمېټې غړي ولي‌امین او احمدشاه احمدي هم له دندو لېرې شوي او پر ځای یې دوه نور پخواني لوبغاړي ګومارل شوي‌دي.

د ترلاسه شویو معلوماتو له‌مخې، د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی پاچاحسین او همداراز د کرېکټ ملي لوبډلې (ویډیو انلیسټ) اسدالله خان بیا د غوراوي کمېټې غړي ټاکل شوي‌دي.

د غوراوي کمېټې نوی ګومارل شوی مشر دولت احمدزی مخکې هم د افغانستان په غوراوي کمېټه کې کار کړی او اوسمهال د افغانستان ۱۹ کلنې کرېکټ لوبډلې روزونکې و.

د نوروزمنګل د بلې دندې په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویل شوي.

احمدشاه احمدي او ولي‌امین د الله‌داد نوري په مشرۍ د انظباطي (ډېسیپلین کمېټې) د غړیو په توګه ګومارل شوي‌دي.

د ترلاسه شویو معلوماتو له‌مخې، پخواني چیف سیلیکټر نوروزمنګل ته لا هم د کرېکټ ملي لوبډلې د لوبغاړي امتیازات ورکول کېدل؛ خو د دولت احمدزي د امتیازاتو په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

دغه راز بشیرستانکزي هم خپله دنده له لاسه ورکړې؛ ځکه عمومي مشر د (کرېکټ ډایرېکټر) دنده له منځه وړې ده او هم شیراغا همکار بیا د کرېکټ ملي لوبډلې د منیجرۍ له دندې ګوښه شوی؛ خو ځای ناستي یې نه‌دي اعلان شوي.

همدارنګه د شویو پرېکړو له‌مخې، د امو زون پخوانی مسوول نورعالم فرید چې د پخواني مشرعاطف مشعل له‌خوا له دندی ګوښه شوی‌و او پر ځای یې خالق‌داد نوري ټاکل شوی‌و؛ بېرته د یاد زون د مشر په توګه ګومارل شوی‌دی.

دا لا معلومه نه‌ده چې د کرېکټ ملي لوبډلې پخواني ال‌راونډر خالق‌داد نوري ته به په کرېکټ‌بورډ کې کومه نوې دنده وسپارل شي او که به د ۱۹ کلنې لوبډلې روزنې ته ادامه ورکړي.

د کرېکټ‌بورډ عمومي مشر په خپلو خبرو کې وویل چې اړینه وه چې په اداره کې بدلونونه راغلي وو او د ادارې او کرېکټ د ښه‌والي له‌پاره به راتلونکې کې نور بدلونونه هم راشي او هر څوک چې په کومه برخه کې وړتیا لري؛ په دندو به وګومارل شي.

د عزیزالله فضلي په وینا، افغان کرېکټ ملي لوبډله په مخکې د ۲۰۱۹ کال پنځوس اوریز کرېکټ نړېوال جام لري او دوی به هڅه وکړي چې نه یوازې دغه جام ته پیاوړې لوبډله وټاکي؛ بلکې ترڅنګ ښه تیاری به ونیسي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام