شېرپاو د خوست ګربزو ولسوالۍ د مرمنډۍ سیمې کلیوال سړیدی چې زدهکړې یې نهدي کړي؛ خو پهخپله سیمه کې یې د نجونو ښوونځي ته یې خپله یو جریب ځمکه ورکړېده. په یاده سیمه کې یو جریب ځمکه شاوخوا ۶ میلیونه افغانۍ ده.
شېرپاو سلام وطندار سره په مرکې کې وویل چې د ګربزو مرمنډۍ سیمه کې د ده په شمول بې شمېره کورنۍ غواړي چې نجونې زدهکړې وکړي؛ خو نجونې ښوونځی نهلري.
دی زیاتوي، که ښوونځي ته نوره ځمکه هم په کار شي؛ ورکوي يې او په وینا یې، دا ځمکه یې ځکه ورکړه چې نور خلک هم له پوهې او پوهنې سره مرستې ته وهڅېږي. شېرپاو چې بېسواده دی؛ مني چې په افغانستان کې د ټولو بدبختیو ستر لامل بېسوادي ده.
د شېرپاو یو کلیوال سلیمان ژوندی او په خوست کې د ملي ارمان ټولنې مشره زینب افغان د هغه یاده ډالۍ ستايي او له خصوصي سکتور او پوهنې وزارته غواړي چې د ښوونځي په ودانولو کې له شېرپاو سره مرسته وکړي.
دوی وايي، د دې ښوونځي په جوړېدو سره به د ګربزو مرمنډۍ سیمه کې شاوخوا ۱۰۰۰ نجونې زدهکړې وکړای شي.
د خوست پوهنې رییس نصیراحمد روښان څه موده مخکې ویلي وو چې د ښوونځیو لهپاره ځمکه نهلري، ګنې په راتلونکي کال به په خوست کې د ۶۳ ښوونځیو لهپاره ودانۍ جوړې کړي.
خو ښاغلی روښان اوس وايي چې د مرمنډۍ ښوونځی به لومړی رسمي کوي او بیا به یې د ۶۳ ښوونځیو بودیجې په نوملړ کې د شاملولو هڅه وکړي او یا به نورې لارې ـ چارې ورته ولټوي.
خوست کې د ډېرو ښځینه ښوونځیو لهپاره ودانۍ نهشته او ډېری کورنۍ بیا د کلتوري محدودیتونو له امله خپلې نجونې دیني مدرسو ته لېږي؛ خو بیا هم پهدې ولایت کې شاوخوا یو لک او ۱۵زره نجونې په ښوونځیو کې زدهکړې کوي.