طالبانو غزني کې ۱۲۰ ښوونکي یرغمل کړي

غزني ښار کې د ګیرو ولسوالۍ قومي مشران سلام‌وطندار ته وايي، طالبانو تېره ورځ دې ولسوالۍ کې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې د ۱۸ ښوونځیو امران، ښوونکي او صفاکاران راټول کړي او له ۱۲۰ نه تر ۱۵۰ پورې ښوونکي یې په‌دې دلیل یرغمل کړي چې د کابل‌بانک له لوري یې خپلې تنخواوې ترلاسه کولې.

د ګیرو ولسوالۍ دوه قومي مشران مولوی محمد اسماعیل او نادر خان گیرووال وايي، طالبانو له‌دې مخکې هم د ګیرو ولسوالۍ ښوونکیو ته خبرداری ورکړی‌و چې خپلې تنخواوې د بانک له لارې نه بلکې د معتمدینو د حوالې له لارې ترلاسه کړي.

دغه قومي مشران وايي، د دې ښوونکیو خوشې کولو له‌پاره دولت تر اوسه پورې هېڅ کوم کار نه‌دی کړی او د قومي مشرانو او دیني علماوو هڅو هم پایله نه‌ده ورکړې.

خو د غزني د پوهنې رییس محب‌الرحمان انصار تاییدوي چې د دې ولسوالۍ ښوونکي چې څو میاشتنۍ تنخواوې یې د بانک له لارې ترلاسه کړي؛ د طالبانو له لوري استجواب شوي او اوس د ښوونکیو په استازیتوب پنځه ښوونکي طالبانو سره دي چې د ستونزې هواري له‌پاره ورسره خبرې وکړي.

همداراز د غزني والي ویاند محمدعارف نوري هم وايي، طالبان د دې ولایت ناامنو سیمو کې د ښوونځیو په ښوونکیو فشار راوستلو سره هڅه کوي چې د هغوی له تنخواوو پیسې ترلاسه کړي.

د غزني ولایتي شورا غړیو په وینا، د قره‌باغ، اندړ او یو شمېر نورو ناامنو ولسوالیو ښوونځيو کارکوونکیو د طالبانو ګواښوونو له امله، د سږ کال ۶ میاشتو کې خپلې تنخواوې نه‌دي ترلاسه کړي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام