د ښځو چارو وزارت مسوولانو کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، د جګړې شرایطو او بېړنیو حالاتو کې یې د ښځو د خوندیتوب قانون طرحه چمتو کړېده.
د ښځو چارو وزارت معینه سپوږمۍ وردګ وايي، د دې طرحې له تدوینه موخه، جګړو شرایطو او بېړنیو حالاتو کې، له ګواښ سره مخ ښځو څخه ملاتړ او خوندیتوب دی.
د مېرمن وردګ په وینا، له جګړې او کډوالۍ څخه د زیانمنو شویو ښځو شکایتونه د دې لامل شوي چې د ښځو چارو وزارت او اړوندو ادارو مسوولان، بېړنیو حالاتو او د جګړې شرایطو کې له ښځو څخه د خوندیتوب قانون طرحه تدوین کړي.
د ښځو چارو وزارت مسوولانو په وینا، بېړنیو حالاتو او د جګړې شرایطو کې د ښځو د خوندیتوب قانون طرحه، د دوو میاشتو په ترڅ کې د اړوند بنسټونو په مشوره تدوین شوېده.
بېړنیو حالاتو کې د ښځو مصوونیت تامینول، د زیانمنو شوو ښځو لهپاره د مصوونه او موقتو سرپناه ځایونو رامنځته کول، روحي او رواني ملاتړ او بېړنیو حالاتو او د جګړې شرایطو کې د ښځو لهپاره د حقوقي خدمتونو وړاندې کول، د دې قانون له اصلي موخو څخه دي.