۱۳ میلیونه وطنوال د بېوزلۍ لاندې کرښه کې ژوند کوي

نن د اکتوبر ۱۶مه د خوړو نړۍواله ورځ ده چې د کرنې وزارت او د خوړو نړۍوال پروګرام په ګډه په کابل کې ونمانځله.

سږکال د خوړو نړۍوالې ورځې شعار «تر ۲۰۱۳۰ کاله پورې بې‌لوږې، نړۍ شونې ده» غوره شوی‌دی.

په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام مسوول زلتن ملیسیک، وایي چې په ډېرو ناامنو هېوادونو کې په ۲۰۱۸ کال کې وسله‌والو نښتو، د خوړو خوندیتوب او د خوارځواکۍ مخنیوي پروګرام له ننګونو سره مخ کړی‌دی.

د ښاغلي ملیسیک په وینا، په افغانستان کې له بې‌وزلۍ سره مبارزه هم جګړو ستونزمنه کړې‌ده.

د ده په وینا، په تېرو درېیوو کلونو کې د خوړو خوندیتوب او تغذیې نه‌شتوالي د بې وزلۍ کرښې لاندې کسانو شمېر له ۹ میلیونو ۱۳میلیونو ته لوړ کړی‌دی.

په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام مسوول وایي، جګړې، طبیعي پېښو، کورنیو بې‌ځایه کېدلو، د کډوالو راستنېدلو او وچکالۍ په افغانستان کې د خوړو پرخوندیتوب او تغذیې منفي اغېز کړی‌دی.

دی زیاتوي، وچکالي په افغانستان کې ۳.۵ میلیونه کسان د خوړو خوندیتوب له پلوه زیانمن کړي‌دي.

 په همدې حال کې د کرنې وزیر نصیر احمد دراني وویل چې سږ کال یې د دې وزارت له ستراتېژیکو زېرمو ۲۵ ولایتونو د وچکالۍ ځپلو او بې‌ځایه شویو اوسېدونکیو باندې ۱۱۹ زره ټنه غنم وېشلي دي.

د کرنې وزیر زیاتوي، د خوړو نړۍوال پروګرام ته ۶۰ زره ټنه غنم وړیا ورکړي چې د امریکا نړۍوالې پراختیایي ادارې د ۱.۴ میلیونه ډالره مالي مرستې په‌واسطه اړمنو افغانانو ته ووېشل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام