د غزني ښار اړوند د کشک سیمې زدهکوونکي، ښوونکي او اوسېدونکي د دې ولایت د پوهنې ریاست مخې ته راټول شوي او وايي، تېرو دوو میاشتو راهیسې د دلارام کشک منځني ښوونځي څنګ ته امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي چې له امله یې دغه ښوونځی تړل شویدی.
اعتراضکوونکي وايي، وختناوخت د دغه ښوونځي په څنګ کې د مېشتو امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته رامنځته کېږي چې د دې وضعیت په دلیل زدهکوونکي ښوونځي ته نهشي تللی.
د غزني پوهنې رییس محب الرحمان انصار د خلکو له اعتراضونو ملاتړ کوي او وايي، د دغې ستونزې حل لهپاره یې په وار وار امنیتي مسوولینو سره خبرې کړي؛ خو تراوسه پورې کومې پایلې ته نهدي رسېدلي.
د غزني پوهنې رییس هیله څرګندوي، چې امنیتي مسوولان د کشک دلارام ښوونځي څنګ ته پوسته یوه بل ځای ته ولېږدوی چې د زدهکوونکیو د درسونو مخه ونه نیول شي.
اخوا د غزني امنیه قوماندان جنرال فرید مشعل وايي، امنیتي ځواکونو د خلکو او ښوونځیو امنیت تامینولو مسولیت لري چې تراوسه پورې یې هېڅ ښوونځي کې اډه نهده جوړه کړې.
د ښاغلي مشعل په وینا، که چېرې خلک وغواړي، امنیتي ځواکونه له اوسني ځایه بلې سیمې ته لېږدوي.
د کشک دلارام منځنی ښوونځي د غزني ښار ۵ کیلومترۍ کې نهشته چې د دغه ښوونځي مسوولانو په وینا، د نجونو او هلکانو په ګډون نږدې ۲ زره زدهکوونکي په کې درس لولي.
د غزني د پوهنې ریاست همدارنګه وايي، د دغه ولایت ولسوالیو کې هم ۲۲ ښوونځي د امنیتي ګواښونو له امله تړل شوي.