هرات کې د کتاب لوستلو کمپاین

ځېنو پېغلو او زلمیانو په هرات کې د سړک پر سر د کتاب لوستلو کمپاین پیل کړ چې موخه یې په ټولنه، په ځانګړي ډول د ځوانانو ترمنځ د کتاب لوستلو فرهنګ دودول دي. دوی وايي، هوډ لري چې یاد کمپاین پوهنتونونو او ښوونځیو ته هم وغځوي.

دغې ډلې یوکال وړاندې د کتاب لوستلو ډله جوړه کړه چې هره اوونۍ به یې تر کتاب لوستلو وروسته، په نوي کتاب کې لوستي معلومات له یو بل سره شریکول.

د دې ډلې غړي رفېع عطايي، مجیب‌الرحمان فیضي او معصومه وايي، د کتاب لوستلو کمپاین موخه یې په ټولنه کې د کتاب لوستلو فرهنګ دودول دي او هڅه کوي چې هېڅوک هم بې‌مطالعې ژوند ونه‌کړي.

په همدې حال کې د هرات یو شاعر او لیکوال مسعود حسن‌زاده د دا ډول ډلو جوړول ګټور بولي او وايي، مطالعه‌کوونکي هغه ځای خوښوي چې هلته خپل معلومات له نورو سره شریک کړي؛ خو په افغانستان کې داسې ځای یا ټولنه نه‌شته.

دا په‌داسې حال کې ده چې ټولنیزو رسنیو په نړۍوال کچ په ځانګړي ډول افغانستان کې ډېرې کارول کېږي او ډېر شمېر خلک کتاب نه لولي؛ خو ټولنیزې شبکې کاروي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام