یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، سلاموطندار ته وویل چې وسلهوالو طالبانو تېره شپه له څو خواوو د جوزجان ولایت پر قوشتېپې ولسوالۍ برید کړی دی.
د سرچینې په وینا، د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې تر نن سهاره دوام وکړ چې له کبله یې د ملي اردو ۱۳ سرتېري وژل شوي دي. دغه راز د ملي اردو ۲۰ او د ملي پولیسو ۶ سرتېري ټپیان دي.
د قوشتېپې ولسوال امینالله امین هم د یادې پېښې پخلی کوي او وايي، طالبان تر برید وروسته د یوې پوستې ټول تجهیزات هم له ځانه سره وړي دي.
وسلهوالو طالبانو تراوسه پهدې اړه رسنیو ته څه ویلي نهدي.