د تاجکستان وېزو لوړوالي په اړه د بدخشان اوسېدونکیو شکایت

د بدخشان سرحدي ولسوالیو اوسېدونکي وايي، د تاجکستان وېزو بیې څو برابره لوړې شوي چې دوی یې د ورکولو توان نه‌لري او له ګڼو ستونزو سره یې مخ کړي دي.

تاجکستان سره د بدخشان ولایت سرحدي ولسوالیو اوسېدونکي د لارې لرې والي او مواصلاتي لارو نه‌موجودیت له کبله د تاجکستان له لارې د هېواد نورو سیمو ته تګ‌راتګ کاوه.

د یادو ولسوالیو یوشمېر اوسېدونکي وايي، مخکې د تاجکستان وېزو بیې له ۷۰ تر ۸۰ ډالرو وې، خو اوس دا وېزې له ۳۵۰ تر ۴۰۰ ډالرو پلورل کېږي چې دوی یې د اخیستو توان نه‌لري.

د بدخشان دوه اوسېدونکي اجمل دروېش او سرور احمدي وايي، د تاجکستان وېزو د بیو لوړوالي د تخار، کندوز، بغلان او بدخشان ولایتونو اوسېدونکي اندېښمن کړي او د دې لامل شوی چې یوشمېر ناروغان روغتیايي مرکزونو ته تر رسېدو مخکې ژوند له لاسه ورکړي.

خو د بدخشان والي احمدفیصل بېګ‌زاد په دې ولایت کې د تاجکستان کونسلګرۍ جوړول مهم او د خلکو له‌پاره اسنتیا بولي او وايي، هڅه کوي چې اوسنۍ ستونزې حل کړي.

د نوموړي په وینا، خلک د وېزو اوسنۍ لوړې بیې ورکولی نه‌شي او هڅه کوي چې د بیو راکمولو په اړه یې له تاجکستاني چارواکیو سره خبرې وکړي او دې ستونزې ته حل لارې ولټوي.

موږ هڅه وکړه چې په‌دې اړه بدخشان کې د تاجکستان کونسلګرۍ د چارواکیو نظر هم واخلو، خو هغوی په‌دې اړه خبرو کولو ته حاضر نه‌شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام