
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان وايي، که څه هم دوی هڅه کوي چې د تېرکال په پرتله سږکال د هېواد صادراتو کچه لوړه کړي، خو په وینا یې د دې کار لهپاره باید صادراتي بېلانس لرې شي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي، سره له دې چې اوسمهال صادرات له محصوله معاف دي، خو که دولت په ګمرکونو کې له سوداګرو یو واحد څیز واخلي او له صادارتو بېلانس لرې کړي، د صادراتو کچه به څو چنده لوړه شي.
د الکوزي په وینا، سوداګر اوسمهال په ګمرکونو کې د فساد له کبله اړ دي چې د کمېشنکار په نوم سوداګري وکړي او دا کار تلپاتې او د هېواد په ګټه نهدی.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان وايي، د هېواد ډېری صادراتي توکي کرنیز محصولات دي او دوی هڅه کوي چې د ټکنالوژۍ په کارولو، کرنیز سکټور میکانیزه کړي.
په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال اجملحمید عبدالرحیمزی وايي، هڅه کوي چې له هېواده بهر د افغانستان صادراتو ته بازارموندنه وکړي.

د نوموړي په وینا، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د نړۍ په ۲۱ بېلابېلو ښارونو کې ۱۶ سوداګریزې اتشې لري چې په وسیله یې هڅې کوي د افغانستان خصوصي سکټور او د اړوندو هېوادونو خصوصي سکټور ترمنځ سوداګریزې اړیکې ټینګې او لا پیاوړې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکو په خبره، افغانستان اوسمهال ۹۶ سلنه واردات او ۴ سلنه صادرات لري چې شاوخوا ۸ سوه میلیونه ډالره کېږي.





