د برېښنا بېل تردې وروسته د ټېلیفون له لارې تحویلېږي

د افغانستان برېښناشرکت او عزیزي بانک داسې هوکړه‌لیک لاسلیک کړ چې له مخې یې هېوادوال کولی شي، د لګول شوې برېښنا بېل د ټیلیفون له لارې په انلاین ډول تحویل کړي.

د افغانستان برېښناشرکت رییس امان‌الله غالب نن په همدې اړه جوړې شوې خبري غونډې کې وویل، هغه هېوادوال چې په عزیزي بانک کې حساب ولري، کولی شي، بانک ته تر تګ پرته د ټیلیفون له لارې د برېښنا لګښت د یاد شرکت حساب ته ولېږي.

د غالب په وینا، په پام کې لري چې برېښنايي خدمتونه؛ لکه: د مېترونو لګول، د بېلونو وېش او داسې نور خصوصي سکټور ته ورکړي چې په وینا یې په‌دې سره به د فساد مخه هم ونیول شي.

امان‌الله غالب زیاته کړه، برېښنا شرکت هڅه کوي چې د ځیرکو مېترونو په وېش سره د هغو زورواکو مخه ونیسي چې د په خپل وخت د برېښنا لګښت پیسې نه ورکوي.

نوموړي دغه راز وویل چې د ژمي تر رارسېدو مخکې به د لمریزې برېښنا پروژه چې اوبه تودولی شي، هم عملي کړي. د ده په وینا، د لمریزې برېښنا ۵۰ سلنه لګښت نغد او ۵۰ سلنه نور یې هم په قسط دی چې په راتلونکې یوه ـ یوه‌نیمه میاشت کې به یې عملي چارې پیل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام