تېرکال ۵۳۳ خصوصي موسېسې منحل شوي دي

د اقتصاد وزیر مصطفی مستور وايي، په ۱۳۹۶ کال کې یې د کاري راپورونو نه‌ورکولو له کبله ۵۳۳ خصوصي موسېسې منحل کړي دي.

د نوموړي په وینا، تر ۱۳۹۶ کال پورې له دې وزارت سره ۲ زره ۳۹۹ خصوصي موسېسې ثبت شوي چې ۲ زره ۱۲۲ یې کورنۍ او ۲۷۷ نورې یې بهرنۍ دي.

مستور زیاتوي، هره خصوصي موسېسه چې تر دوو کلونو خپل کاري راپور یاد وزارت ته ور نه‌کړي، د قانون له مخې یې منحلوي.

د مصطفی مستور په وینا، یوازې ۸۸ سلنه بهرنیو او ۵۸ سلنه کورنیو موسېسو دوی ته خپل کاري راپورونه ورکړي دي.

خو په افغانستان کې د اغاخان بنسټ استازې نورجهان ماواني وايي، دولتي موسېسې دې خصوصي هغو ته د رقیب په سترګه نه‌ګوري، بلکې دواړه د یو بل بشپړوونکې دي.

د ماواني په وینا، د دولتي موسېسو ترڅنګ دې، خصوصي هغو ته هم اجازه ورکړل شي چې د تلپاتې پراختیا له‌پاره کار وکړي.

د اقتصاد وزارت چارواکو په وینا، خصوصي موسېسو په ۱۳۹۶ کال کې ۸۸۴ میلیونه ډالر لګولي چې ۵۹۱ میلیونه یې بهرنیو او ۲۹۳ میلیونه نورې یې د کورنۍ هغو له لوري لګول شوي دي.

دغه راز یې په دې کال کې ۸۴ زره کسان ګومارلي چې له ډلې یې ۶۰ زره نارینه او پاتې ۲۴ زره نورې یې ښځينه دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام