څو ورځې مخکې په ستر ملي اېتلاف پورې تړلو کسانو درېیوو ولایتونو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفترونه وتړل او خبرداری یې ورکړ، تر هغو پورې به خپلو اعتراضونو ته ادامه ورکړي چې حکومت او د ټاکنو کمیسیون یې غوښتنو ته پام ونه کړي. دوی غوښتنې لرلې چې رڼښت او د رایو ورکوونکیو بایومتریک کول دي.
اجرایوي رییس عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا غونډې ته وویل، ولایتونو کې د ټاکنو کمېسیون دفترونو تړل، د ټاکنو شفافیت له تامینولو سره هېڅ ډول مرسته نهکوي.
د هغه په وینا، د ټاکنو په ورځ د رایو ورکوونکیو بایومتریکولو په تړاو ګامونه اوچت شوي او کهچېرې د سیاسي ګوندونو له لوري هم همکاري وشي؛ هغوی کولی شي له حکومت او د ټاکنو کمېسیون سره بحثونه پیل کړي.
په ټاکنو د څار بنسټونو ټولنې هم نن کابل کې یوې خبري غونډه کې د سیاسي ګوندونو له لوري د ټاکنو کمېسیون د دفترونو پر تړل کېدو اندېښنه څرګنده کړه او ويې ویل، دغه اقدام د ټاکنو ترسره کولو پر مهالوېش منفي اغېز کوي.
دغه ټولنه د رای ورکولو ورځې او د رایو شمېرو مدیریت لپاره له پڅو هڅو او د خپلو کاري اجرااتو په تړاو پوښتنو ته د ټاکنو خپلواک کمیسیون له نه ځواب ویلو هم اندېښنه څرګندوي.
په ټاکنو د څار بنسټونو ټولنې په اند، کهچېرې ګوندونه، حکومت او د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو ترسره کولو لهپاره په ګډه کار ونهکړي، د لا زیاتو بحرانونو لهپاره زمینه برابرېږي.
په ټاکنو د څار بنسټونه همدارنګه د ملګرو ملتونو له سازمانه غواړي چې له ګوندونو، حکومت او د ټاکنو کمېسیون سره خبرې پیل کړي او داسې یو میکانیزم رامنځته کړي چې د ټولو لهپاره د منلو وړ وي.