د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت نن په کابل کې د «ټولنې په ګډون د ځمکې او ځنګل پایداره مدیریت» په نوم پروژه پرانېسته.
د دې پروژې پليکولو لهپاره ۱۰ میلیونه او ۵۰۰ زره امریکايي ډالره ځانګړي دي.
د کرنې وزارت د طبیعي منابعو مشر محمدرفیع قاضيزاده وايي، د دې پروژې موخه اقلیمي بدلون او په ټوله کې د تودوخې کمول دي.
د ښاغلي قاضيزاده په وینا، دا پروژه په شپږو کالونو کې په بادغیس، غزني، بامیان، پکتیا او کونړ ولایتونو کې پلي کېږي.
د کرنې او اوبو لګونې وزارت مسوولانو په وینا، د دې پروژې په پلي کېدو سره د ځنګلونو شاوخوا ۳۰ زره هکتاره ځمکې مدیریت کېږي او د څړځایونو له ۲۰۰ هکتاره ځمکې نه به هم اغېزمنه ګټنه وشي.