طالبانو د جوزجان خم‌اب ولسوالي ونیوله

د جوزجان د ولایتي شورا یو غړی ملاامرالدین دانشجو سلام وطندار ته وايي، د جوزجان خم‌اب ولسوالۍ له ډېرې سختې نښتې وروسته نن سهار د طالبانو له لوري سقوط شوه.

د هغه په خبره، همدامهال د ولسوالۍ وداني، څو کلي او د ملي امنیتي او ملي پاڅونوالو څو پوستې هم طالبانو نیولې دي او د دې ولسوالۍ افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو په محاصره کې دي.

د جوزجان د خم‌اب ولسوالۍ امنیه قوماندان اسماعیل‌خان هم تاییدوي چې د دې ولسوالۍ ټول امکانات او تجهیزات نن سهار د طالبانو په لاس سقوط شول.

د خم‌اب امنیه قوماندان زیاتوي چې تر اوسه له ۱۰ ډېر امنیتي ځواکونه وژل شوي او له ۵۰ ډېر د طالبانو په محاصره کې دي.

ښاغلي اسماعیل‌خان دا هم وویل چې د ملي پاڅونوالو ۸ تنه له خپلو ټولو تجهیزاتو سره طالبانو ته تسلیم شوي‌دي.

طالبانو هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دې ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی‌دی.

په همدې حال کې د د جوزجان امنیې قوماندانۍ د امنیت امر عبدالحفیظ خاشې هم مني چې یاده ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

بلخوا د سرپل والي محمدظاهر وحدت سلام‌وطندار ته ویلي چې د دې ولایت پر مرکز او صیاد ولسوالۍ د وسله‌والو طالبانو ډله‌ییزو بریدونو له کبله ۱۷ امنیتي ځواکونه او ۳۹ طالبان وژل شوي دي.

وسله‌والو طالبانو رسنیو ته په رالېږل شوي پیغام کې ادعا کړې چې د جوزجان ولایت خم‌اب ولسوالۍ مرکز او د سرپر ولایت مرکز اړوند د بلغلي سیمه یې نیولې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام