طالبانو تخار کې د ۸ سرتېرو جسدونه سوځولي

وسله‌والو طالبانو تېره شپه د تخار خواجه‌غار ولسوالۍ «قندهاري» سیمه کې د محلي پولیسو په یوې پوستې برید کړی چې لومړی یې دغه پوسته کې ۸ امنیتي ځواکونه وژلي او وروسته یې د هغوی جسدونه سوځولي دي.

د تخار ولایتي شورا غړی محمداعظیم افضلي وايي د دې پوستې یو سرتېري طالبانو سره اړیکه لرله چې مخالفان د هغه په مرسته توانېدلي برید وکړي او خپله دغه سرتېری هم طالبانو سره تښتېدلی دی.

طالبان د خواجه‌غار ولسوالۍ په پراخو برخو کنټرول لري چې یوازې د خواجه‌غار مرکز او ورڅېرمه سیمې د امنیتي ځواکونو په ولکه کې دي.

د تخار امنیې قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر وايي، ډېر ژر به خواجه‌غار ولسوالۍ کې د طالبانو ځپلو علمیات پیل شي. د ده په خبره، دښت‌کلا کې عملیات پیل شوي چې له پای ته رسېدلو وروسته به خواجه‌غار کې هم پیل شي.

د تخار خواجه‌غار او دښت‌کلا ولسوالیو کې د طالبانو فعالیتونو پراختیا له امله دې وروستیو وختونو کې سلګونه کورنۍ کډه کېدو ته اړې شوي‌دي.

دوه ورځې وړاندې د پوځ ځواکونو هم اعلان وکړ چې دښت‌کلا ولسوالۍ کې د طالبانو ځپلو عملیات پیل شوي او د دې ډلې له موجودیته د ټولو ولسوالو تر پاکولو پورې به دوام پیدا کړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام