اختر کې د ناامنیو په اړه اندېښنې

یوشمېر کابل ښاریان وايي، هېواد کې وروستیو ناامنیو ته په کتو، په ډاډه زړه د اختر ورځې نه‌شي نمانځلی.

د دوی په باور، ناامني یې په وړاندې ستره ننګونه ده او د دې له‌پاره چې په کوم برید او چاودنه کې قرباني نه‌شي، د اختر ورځو کې به چکرځایونو او د خپلوانو کره تګ ته زړه ښه نه‌کړي.  

کابل ښاریان غلام غوث او محمدرفېع باوري دي چې جګړو او تاوتریخوالي له خلکو هوساینه اخیستې او د راتلونکي اختر نمانځلو له‌پاره یې دوه زړي کړي دي.

دوی له امنیتي ادارو غواړي چې هرمهال، په ځانګړي ډول د اختر ورځو کې د خلکو امنیت ته پام وکړي او هېوادوالو ته په ارامۍ سره د دې خوښیو نمانځلو له‌پاره زمینه برابره کړي.

خو د کورنیوچارو وزارت ویاند نجیب دانش د اختر ورځو کې د خلکو امنیت ټینګښت برخه کې د یوې ځانګړې طرحې خبر ورکوي او زیاتوي چې له مخې به یې سر له سبا عملي اقدامات پیل شي.

امنیتي ځواکونه به د یادې طرحې له مخې ټولې تفریحي سیمې، سړکونه او لویې لارې، جوماتونه او ګڼ‌مېشتې سیمې تر پوښښ لاندې راولي.

د دانش په وینا، اړوند پولیس او مسوولان به په اظهاراتو کې وي او هېوادوال په پوره ډاډ کولی شي، د اختر ورځې ونمانځي.

بلخوا خلک راتلونکي لوی اختر کې د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ اوربند ته هم سترګې په لار دي او هیله لري چې د تېر اختر په څېر به د دواړو لوریو له لوري بیا اوربند وشي.

د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین‌محمد لوی اختر کې هم د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د اوربند په اړه ډاډ ورکوي او زیاتوي چې افغان حکومت اوږدمهالی اوربند غواړي او ورته ژمن دی، خو طالبان به د تېر په څېر بیا هم پر لنډمهالي هغه ټینګار وکړي.

افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو په تېر کوچني اختر کې اوربند وکړ چې له مخې یې ګڼ شمېر هېوادوال د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو او طالبان هم د پلازمېنې په ګډون، د ولایتونو ښارونو ته لاړل.

د دې اوربند له کبله په ټول هېواد کې د ترهګریزو پېښو او ناامنیو کچه راټیټه شوه او خلکو په ارامۍ سره د اختر خوښۍ ونمانځلې، خو د طالب‌ډلې مشر ملاهیبت‌الله د لوی اختر په مناسبت د دې ډلې له لوري خپاره شوي پیغام کې هېڅ ډول اوربند ته اشاره نه‌ده کړې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام