د بدخشان ولایت لسګونو اوسېدونکیو، د ولایتي شورا غړیو، مدني فعالانو او ځینو نوماندانو په دې ولایت کې د ټاکنو ولایتي دفتر د دروازې تړلو پروړاندې غبرګون وښود.
دوی وايي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پرېکړه وروستۍ ده او معترضان دې د ټاکنو بهیر له خنډ سره نه مخ کوي.
معترضان ټینګار کوي چې د ټاکنو له وروستي نوملړه د اېستل شویو نوماندانو پلویان او حکومت دې ژر تر ژره د یاد دفتر دروازه پرانېزي، ګنې دوی به خپله لاس پهکار شي.
د بدخشان ولایتي شورا غړي کامل بېک حسیني او احمدجاوېد مجددي له حکومته غواړي چې د یاد ولایت د ټاکنو دفتر دروازې پرانستلو برخه کې جدي اقدام وکړي، کهنه د ټاکنو پروسه به له خنډ سره مخ شي.
په همدې حال کې مدني فعال اسامه برهاني که څه هم اعتراض د خلکو حق بولي، خو زیاتوي چې د ټاکنو په څېر د یوه ملي بهیر په وړاندې خنډ جوړول ورته د زغم وړ نهده.
نوموړی هم خبرداری ورکوي، که حکومت او د معترضو نوماندانو پلویان د بدخشان د ټاکنو ولایتي دفتر د فعالیت مخه ونیسي، دوی به یې پروړاندې ودرېږي.
تر هغې وروسته چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ولسي جرګې ته د نوماندانو له وروستي نوملړه د یو شمېر کسانو نومونه واېستل، د یادو نوماندانو له توند غبرګون سره مخ شو او پلویانو یې د ټاکنو مرکزي دفتر په ګډون د یوشمېر ولایتي دفترونو دروازې هم وتړلې.
ولسي جرګې ته د نوماندې فوزیې کوفي پلویانو د ټاکنو له وروستي نوملړه د نوموړې د اېستل کېدو په غبرګون کې له تېرو ۳ ورځو راهیسې د بدخشان د ټاکنو ولایتي دفتر دروازه تړلې ده.