ولسمشر غني: طالبانو په غزني کې د سولې د امتیازاتو له‌پاره وینې تویې کړې

افغان ولسمشر محمداشرف غني غزني ولايت ته د خپل سفر پر مهال نن سهار په امنیتي غونډه کې ګډون وکړ.

ولسمشر غني پر غزني د وسله‌والو طالبانو برید د سولې له‌پاره یو ډول مانور ښودل او له دې لارې په سولې کې د ډېرو امتیازاتو ترلاسه‌کولو له‌پاره ناوړه هڅه بولي. ده د امتیاز د غوښتلو په پار د وینو تویول ناسم کار وګڼلو.

افغان ولسمشر دا هم وویل چې د سولې په پار هر ډول خبرو اترو ته یې دروازې پرانېستې پرېښې دي.

طالبانو د اګسټ پر ۱۰مه یا د وړمې جمعې شپه له څلورو خواوو نه پر غزني ښار بریدو پیل کړل او تر چهارشنبې د دوی او حکومتي ځواکونو ترمنځ په ځېنو څنډو کې نښتې روانې وې.

ولسمشر غني د پاکستان پوځ پر لوی‌درستیز جنرال قمر باجوه غږ وکړ چې د طالبانو درملنه د دې هېواد په روغتونونو کې کېږي او دا هغه ستونزه ده چې د خېبرپښتونخوا سیاسي مشرانو، خبریالانو او مدني فعالانو پرې پاکستان وننګولو.

د غزني له جګړې نه پاکستان ته د ځېنو وسله‌والو طالبانو د جسدونو له لېږد وروسته د خېبرپښتنوخوا ډېرو سیاستوالو وویل چې د غزني د جګړې مړي پاکستان ته وړل شوي‌دي او پاکستان باید د دې ځواب ووايي.

د طالبانو په جګړې د حکومتي ودانیو تر څنګ عامه شتمني هم زیانمنه شوې او همداراز د غزني ځېنې تاریخي اثارو هم زیان لیدلی دی.

ښاغلي غني ژمنه وکړه چې بالاحصار به رغول کېږي او د اوبو د کانالیسزاسیون ترڅنګ به د غزني د بیارغونې په پار ۲۰میلیونه ډالر ځانګړي کړي.

په‌دې غونډې کې د ملي دفاع وزارت لوی‌درستیز سترجنرال محمدشریف یفتلي وویل، په غزني کې د نجات چاڼیز عملیات دوام لري او په سم ډول مدیریت کېږي. هغه زیاته کړه، د ښار امنیت عادي حالت ته راګرځېدلی او په بېلابېلو برخو کې یې امنیتي کمربندونه جوړ شوي‌دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام