پر روڼتیا د څار بنسټ: کورني او بهرني غله دې پټې کړې پیسې بېرته راوړي

پر روڼتیا د څار بنسټ مسوولان وايي، که څه هم نړېوالې ټولنې په تېره شاوخوا یوه‌نیمه لسیزه کې له افغانستان سره سلګونه میلیارډه ډالره مرسته کړې، خو ټولې یې لګېدلي نه‌دي.

د دې بنسټ اجرایوي رییس سیداکرام افضلي نن په کبل کې د «تلپاتې پراختیايي موخو پلي کولو له لارې د فساد پروړاندې  مبارزې» په نوم جوړې شوې غونډې ته وویل، د یادو مرسته شویو پیسو ډېره برخه شخصي جیبونو ته تللي چې باید حساب ورکړي.

نوموړي وویل، که څه هم مرسته شوې پیسې هر افغان ته ۳۳ زره ډالره رسېدې، خو اوس هم له ۳ میلیونو ډېر افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، ۱۰ میلیونه یې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري، ګڼ شمېر افغانان د خوراک ډوډۍ نه‌لري او همداسې له نورو ستونزو سره هم لاس او ګرېوان دي.

د ده په وینا، زورواکو، ځینو حکومتي چارواکو او یوشمېر مرستندویانو پټې کړي او له هېواده یې اېستلي دي چې باید پیدا او بېرته افغانستان راوړل شي.

افضلي وايي، موږ غلا شوې پیسې بېرته غواړو او پر افغان حکومت او نړېوالې ټولنې غږ کوو چې د یادو پیسو پیدا کولو او هېواد ته راګرځولو برخه کې جدي اقدامات وکړي.

په همدې حال کې د اقتصاد وزیر مصطفی مستور بیا د هېواد نفوسو زیاتوالي ته په کتو چې راتلونکیو څو کلونو کې به څو برابره شي، فقر تر ناامنۍ وروسته دویمه لویه ستونزه بولي.

نوموړی وايي، له زورواکو، غلو او غاصبانو نه د یوشمېر کسانو ملاتړ او په دولتي ادارو کې د وړتیاوو پرځای اړیکو ته لومړیتوب ورکولو د فساد پروړاندې مبارزه پېچلې کړې ده.

مستور له مدني ټولنو او ټولو افغانانو غواړي چې د فساد پر وړاندې مبارزې کې له حکومت سره په ګډه کار وکړي.

بلخوا د افغانستان له‌پاره د جي ای زیډ موسېسې رییس اف من له افغانستان سره د یادې موسېسې د مرستو په اړه د ډاډ ورکولو ترڅنګ وویل چې فساد د افغانستان پراختیا، ثبات، امنیت او اقتصادي ودې مخه ډب کړې او باید پر وړاندې یې مبارزه وشي.

د فساد په اړه د اسیا فونډېشن د هغه راپور له مخې چې په ۲۰۱۷ کال کې یې خپور کړی، ۸۴ سلنه افغانان فساد د هېواد له‌پاره ستره ننګونه بولي او پر روڼتیا د څار موسېسې د راپور پر بنسټ، افغانستان د اداري فساد له اړخه د ۱۸۰ هېوادونو په لیکه کې ۱۷۷یم ځای خپل کړی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام