د غزني د ټاکنولانجه نېغ په نېغه د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو پورې تړاو لري

د غزني مدني فعالانو ټولنې غړیو نن په کابل کې خبري غونډې ته وویل چې دوی په‌دې ولایت کې د ټاکنو ځنډېدل نه غواړي.

د یاد بنسټ غړي عوض‌علي سعادت خبري غونډې ته وویل چې د غزني د هغو خلکو ملاتړ کوي چې په‌دې ولایت کې یې په ټاکنو کې ټولو قومونو ته د ونډې غوښتو لهپاره د اعتراض خېمه درولې.

ښاغلي سعادت زیاته کړه، د غزني ټاکنیزه لانجه نېغ په نېغه د امریکایانو او طالبانو ترمنځ وروستیو خبرو پورې تړاو لري. د ده په وینا، اوسنۍ لانجې به قومي شخړې رامنځته کړي او غزني به طالبانو ته په برخه ورسېږي.

له دې مخکې حکومت او هم طالبانو دا خبره رد کړې وه چې ګنې طالبانو ته به د سولې کولو په بدل کې ځېنې سیمې او ولایتونه پرېښودل شي.

د غزني مدني فعالانو ټولنې بل غړي شفیعالله شهیر د دې ټولنې اعتراضیه پرېکړهلیک ولوست ـ چې پهکې راغلي – د غزني ټاکنیزه ستونزه ولس نه بلکې د ټاکنو خپلواک کمېسیون او حکومت رامنځته کړې‌ده.

په پرېکړه لیک کې د یادې لانجې غوڅولو په موخه له ځند پرته غزني ته د پلاوي لېږلو غوښتنه شوې وه.

د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې د غزني ۱۱ واړه استازي یوازې هزاره توکمي وو چې په دې اړه د غزني نورو قومونو کلک غبرګون ښودلی او دا ځل یې له ټاکنو مخکې د ټاکنو ولایتي دفتر تړلی و.

د همدغه اعتراض په پایله کې د ټاکنو کمېسیون اعلان وکړ چې په استثنایي توګه به په غزني کې ټاکنې په حوزوي بڼه وکړي چې دا پرېکړه بیا د هزاره توکمو او نورو قومونو له کلک غبرګون سره مخ شوه.

په وروستیو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په غزني کې ټاکنې وځنډولې او دا موضوع یې د قانون لهمخې د ملي امنیت شورا ځانګړي کمېسیون ته محول کړه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام